Kun fayakun

ژباړه: Pashto Translation - Abu Zakaria

إِنَّمَآ أَمۡرُهُۥٓ إِذَآ أَرَادَ شَيۡـًٔا أَن يَقُولَ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ ٨٢

36-82 بېشكه د هغه امر (حكم) هم دا وي چې كله د یو شي اراده وكړي، دا چې هغه ته ووايي چې پیدا شه، نو هغه پیدا شي

تفسیر

بېشکه د الله امر او کار داسې وي چې کله د یو شي د پېدایښت اراده وکړي نو ورته ووایي: شه، نو کوم شی چې غواړي هغه وشي، او له دې څخه چې غواړي یې ژوندي کول او مړه کول او را پورته کول او داسې نور دي.

فَسُبۡحَٰنَ ٱلَّذِي بِيَدِهِۦ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيۡءٖ وَإِلَيۡهِ تُرۡجَعُونَ ٨٣

36-83 نو پاكي ده هغه (الله) لره چې خاص د هغه په لاس كې د هر شي باچاهي ده او خاص هغه ته به بېرته بېولى كېږئ

تفسیر

نو الله پاک او سپېڅلی دی له هغه ناتوانۍ څخه چې مشرکان یې ورته منسوبوي، نو هغه لره خو د ټولو شیانو پاچایي ده لاسوهنه پکې کوي څرنګه چې وغواړي، او د ده په لاس کې د هر شي کلیګانې دي، او یوازې همده ته په آخرت کې ورګرځول کېږئ، نو تاسو ته به ستاسو د کړنو بدله درکوي.

ټول سورت يس ولولئ

پوښتنې

Kun fayakun په قرآن کریم کې چېرته دی؟

Kun fayakun په سورت يس، 36:82-83 کې دی.