أَوَلَمَّآ أَصَٰبَتۡكُم مُّصِيبَةٞ قَدۡ أَصَبۡتُم مِّثۡلَيۡهَا قُلۡتُمۡ أَنَّىٰ هَٰذَاۖ قُلۡ هُوَ مِنۡ عِندِ أَنفُسِكُمۡۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٞ ١٦٥
3-165 ایا كله چې تاسو ته (په احد كې) یو مصیبت درورسېده، چې یقینًا تاسو د هغه دوه چنده (مصیبت كفارو ته) رسولى و، تاسو وویل: دا له كومه (راغى؟) ته ووایه: دا ستاسو د نفسونو له طرفه دى، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى
تفسیر
آیا هر کله چې درورسیده تاسې ته -ای مومنانو- یو مصیبت کله چې تاسو په اُحد کې ناکام شوئ، او شهیدان شول ستاسو څخه هغه څوک چې مرګ ورته لیکل شوی و، یقینا تاسو خپل دښمن ته د هغه دوه چنده مرګ او بند وررسولی و د بدر د جنګ په ورځ، نو تاسو وویل: د کوم طرف نه مونږ ته دا مصیبت (مرګ، ژوبلیدل) راورسیده حال دا چې مونږ خو په الله تعالی باندې ایمان لرونکي یو، او د الله تعالی پیغمبر هم په مونږ کې شته؟! ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: کوم مصیبت چې تاسو ته درورسیده دا ستاسو د عمل په سبب کله چې تاسو اختلاف وکړ، او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم نافرماني مو وکړه، بیشکه الله تعالی پر هر شي باندې قدرت لري؛ نو پس غلبه ورکوي چاته چې وغواړي، او ناکاموي چا لره چې وغواړي.