وَمَآ أَصَٰبَكُمۡ يَوۡمَ ٱلۡتَقَى ٱلۡجَمۡعَانِ فَبِإِذۡنِ ٱللَّهِ وَلِيَعۡلَمَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ١٦٦
3-166 او تاسو ته چې څه مصیبت درورسېده، په هغې ورځې كې چې دوه ډلې یو بل ته مخامخ شولې، نو (دا) د الله په حكم سره و او د دې لپاره چې هغه (الله) مومنان معلوم كړي
تفسیر
او هغه څه چې درورسیدل تاسو ته له مرګ (شهادت) زخمي کېدو او ناکامۍ څخه د اُحد د جنګ په ورځ؛ کله چې ستاسو ډله او د کافرانو ډله سره یوځای شوې، نو بس دا د الله تعالی په اذن او تقدیر سره وو؛ د غټو حکمتونو له وجې نه چې په دې سره ریښتوني مومنان ښکاره کړي.