درس 7 له 11
مسلمانان ولې د خنزیر غوښه نه خوري او شراب نه څښي؟
لنډ ځواب
ځکه چې الله په قرآن کې حرام کړي، او مسلمانان د هغه اطاعت کوي، په دې باور چې د هغه حکمونه زموږ په ګټه دي. د خنزیر غوښه، وینه، مردار او هغه غوښه چې له الله پرته د بل چا لپاره قرباني شوې وي، حرام دي، خو څوک چې د لوږې له امله مجبور شي او بله لاره ونه لري، په هغه ګناه نشته. شراب او هر بل نشه کوونکی شی هم حرام دي. قرآن وايي چې د هغو زیان له ګټې څخه لوی دی، او دښمني او کرکه پیدا کوي او خلک د الله له یاده او له لمانځه څخه منع کوي.
د قبس لیکنه، چې د المختصر في تفسير القرآن الكريم، تفسیر ابن کثیر او د HadeethEnc.com تشریحات پر بنسټ کتل شوې ده.
له قرآن څخه
إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيۡكُمُ ٱلۡمَيۡتَةَ وَٱلدَّمَ وَلَحۡمَ ٱلۡخِنزِيرِ وَمَآ أُهِلَّ بِهِۦ لِغَيۡرِ ٱللَّهِۖ فَمَنِ ٱضۡطُرَّ غَيۡرَ بَاغٖ وَلَا عَادٖ فَلَآ إِثۡمَ عَلَيۡهِۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٌ ﴿١٧٣﴾
2-173 بېشكه خبره همدا ده چې هغه په تاسو باندې همدا مرداره او وینه او د خنزیر غوښه حرامه كړې ده او هغه څه (يې حرام كړي دي) چې په هغه باندې د غیرالله لپاره اواز اوچت شوى وي، نو هغه څوك چې مجبور كړى شي، په دې حال كې چې نه سركشي كوونكى وي او نه ( له حد نه) تېرېدونكى وي، نو په هغه باندې هېڅ ګناه نشته، یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
د آیتونو تفسیر
الله تعالی په تاسو باندې له خوراکي شیانو څخه هغه څه حرام کړي چې له شرعي ذبحې (حلالې) پرته مړه شوي وي، همدا راز بهېدونکې وینه، د خنزیر (خوک) غوښه او هغه ذبیحه چې د حلالولو پر مهال د غیر الله نوم پر یاد شوی وي، نو هر کله چې یو انسان دې شیانو ته محتاج شي په داسې حال کې چې هغه زیاتې کوونکی نه وي په دې کې بغیر د حاجت څخه، او یا له حد څخه تیریدونکی هم نه وي؛ نو پس په ده باندې بیا څه ګناه او سزا نشته، بېشکه الله تعالی له خپلو بنده ګانو څخه د هغه چا توبه قبلوي چې الله ته توبه وباسي، په هغوی باندی مهربانه دی، چې د هغه د مهربانۍ او رحمت څخه دا هم ده چې د ضرورت پر مهال یې ورته د دغو حرامو شیانو خوړل هم جایز کړي دي.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِنَّمَا ٱلۡخَمۡرُ وَٱلۡمَيۡسِرُ وَٱلۡأَنصَابُ وَٱلۡأَزۡلَٰمُ رِجۡسٞ مِّنۡ عَمَلِ ٱلشَّيۡطَٰنِ فَٱجۡتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ ﴿٩٠﴾ إِنَّمَا يُرِيدُ ٱلشَّيۡطَٰنُ أَن يُوقِعَ بَيۡنَكُمُ ٱلۡعَدَٰوَةَ وَٱلۡبَغۡضَآءَ فِي ٱلۡخَمۡرِ وَٱلۡمَيۡسِرِ وَيَصُدَّكُمۡ عَن ذِكۡرِ ٱللَّهِ وَعَنِ ٱلصَّلَوٰةِۖ فَهَلۡ أَنتُم مُّنتَهُونَ ﴿٩١﴾
5-90 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه همدا خبره ده چې شراب او جواري او بتان او د فال غشي پلیت دي، د شیطان له عمله دي، نو تاسو له دې نه ځان وساتئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ 5-91 یقینًا همدا خبره ده چې شیطان غواړي چې ستاسو په مینځ كې د شرابو او جوارۍ په ذریعې سره دښمني او بغض واچوي او تاسو د الله له ذكر نه او له لمانځه نه بند كړي، نو ایا تاسو (له شرابو او جوارۍ نه) منع كېدونكي یئ؟
د آیتونو تفسیر
ای د ایمان والاو! بیشکه نشه کوونکي شیان هغه چې عقل ختموي، او جواري چې د دواړو خواو نه په بدل باندې شامل وي، او هغه ګټه چې مشرکان ورسره د تعظیم د وجې نه قرباني کوي او د خپلو عبادتونو لپاره يي ودروي، او هغه غشي چې دوی پرې لټوي هغه نصیب او برخه چې دوی ته مقرر شوې د غیبو نه، دا ټول ګناه ده د شیطان د خایسته کوونکو شیانو څخه دي، نو تاسو لرې واوسئ د دې کارونو نه د دې لپاره چې کامیاب شئ په عزتمنده زندګۍ باندې په دنیا او د جنت په نعمتونو په اخرت کې.
بیشکه شیطان اراده لري چې تاسو ته نشه یې شیان او جواري(قمار) په زړه پورې کارونه وګرځوي، او ستاسو په زړونو کې یو بل ته دښمني او کینه واچوي،او د الله له یادولو او لمانځه څخه مو وباسي، نو آیا تاسو –ای مومنانو- پریښودونکي یاست دې منکراتو لره؟ هیڅ شک نشته چې دا ستاسو سره مناسبه ده، نو تاسو (د دې شیانو نه) بند شئ.
۞ يَسۡـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلۡخَمۡرِ وَٱلۡمَيۡسِرِۖ قُلۡ فِيهِمَآ إِثۡمٞ كَبِيرٞ وَمَنَٰفِعُ لِلنَّاسِ وَإِثۡمُهُمَآ أَكۡبَرُ مِن نَّفۡعِهِمَاۗ وَيَسۡـَٔلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَۖ قُلِ ٱلۡعَفۡوَۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمُ ٱلۡأٓيَٰتِ لَعَلَّكُمۡ تَتَفَكَّرُونَ ﴿٢١٩﴾
2-219… دوى له تا نه د شرابو او جوارۍ په باره كې تپوس كوي، ووایه: په دې دواړو كې بېخي لویه ګناه ده، او د خلقو لپاره په كې فايدې دي، او د دې دواړو ګناه ډېره لویه ده، د دې دواړو له فايدو نه او دوى له تا نه پوښتنه كوي چې څه خرچ (انفاق) كړي؟ ته (ورته) ووایه: له نفقې (اخراجاتو) نه زیاتي (څیز خرچ كړئ) الله همداسې تاسو لپاره ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو ښه فكر وكړئ
د آیتونو تفسیر
-اې پیغمبره- له تا څخه ستا صحابه د شرابو (هر هغه څه چې عقل پټوي او هغه له مینځه وړي)؛ د حکم او اخیستلو او خرڅولو په باره کې پوښتنه کوي؟ او له تا څخه د قمار پوښتنه کوي (قمار: هغه مال ته وايي چې په مقابلو کې اخیستل کیږی او دا مال د دواړو مقابله کوونکو له طرفه وي)؟ ته ورته ځواب ورکړه: په دې کې د دین او دنیا ډېر ضرورنه او نقصانات دي؛ لکه د عقل او مال تلل، او یوبل سره دښمني او حسد پیداکیدل، او په دې کې لږې ګټې (فایدی) هم شته، لکه: د مال ګټل، او د دې دواړو ضرر او ګناه له ګټې څخه ډېره لویه ده او هر هغه شی چې ضرر یې له فایدې څخه ډیر وي نو هوښیار انسان ترې ځان ساتي، او په دې بیان کې د الله تعالی له طرفه د شرابو د حراموالی لپاره مقدمه ده. او پوښتنه کوي له تا څخه -ای پیغمبره- ستا ملګري د هغې اندازې په باره کې چې دوئ ئې خرچ کړی له خپلو مالونو څخه د ثواب او خیرات په توګه؟ ته ورته ځواب ورکړه: چې کوم مال ستاسو د مصرف نه اضافي وي د هغه نه مصرف وکړئ (او دا حکم اول کې ؤ، بیا الله تعالی په ځانګړو مالونو کې خاصه اندازه زکات واجب کړ)، او د دې په شان په ښکاره بیان باندې چې هیڅ ګډوډي پکې نشته تاسو ته الله تعالی د شرعې حکمونه بیانوي د دې لپاره چې تاسو فکر وکړئ.
له سنت څخه
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «كل مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وكل مُسْكِرٍ حرام، ومن شرِب الخمر في الدنيا فمات وهو يُدْمِنُهَا لَمْ يَتُبْ، لَمْ يَشْرَبْهَا في الآخرة». "هر نشه کوونکی شی شراب دي او هر نشه کوونکی شی حرام دی، څوک چې په دنیا کې شراب وڅښي او معتاد پرې مړ شي او توبه ونه کړي، نو په آخرت کې به شراب و نه څښي".
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړې ده چې هر هغه څه چې عقل غیبوي او له منځه یې وړي نو هغه نشه کوونکي شراب دي، برابره خبره ده که هغه څښاک وي یا خوراک، تنفس وي او یا بل څه، او دا چې هر هغه څه چې انسان نشه کوي او عقل یې له منځه وړي نو الله تعالی هغه حرام کړی او منع یې ترې فرمایلې ده، هغه که لږ وي او یا ډېر. او دا چې چا هر ډول نشه یي توکي وڅښل او په دوامداره توګه یې څښل او تر مرګه یې ترې توبه ونه وېسته نو هغه د الله تعالی د عذاب مستحق دی چې په جنت کې به یې له شرابو محروم کړي.