درس 6 له 11
مسلمانې ښځې ولې حجاب اغوندي؟
لنډ ځواب
مسلمانې ښځې حجاب ځکه اغوندي چې الله په قرآن کې پرې امر کړی، د عبادت او حیا په توګه. په همدې آیتونو کې لومړی نارینه وو ته ویل شوي چې خپلې سترګې ښکته کړي او خپل عزت وساتي. ښځه د هغو نارینه وو په وړاندې چې د هغې محرم نه دي (هغه نږدې خپلوان چې هېڅکله ورسره واده نه شي کولای، لکه پلار، ورور یا زوی)، خپل وېښتان او بدن په پراخو جامو پټوي، او علماء په دې کې اختلاف لري چې ایا د مخ پټول هم واجب دي که نه. قرآن وايي چې دا مؤمنو ښځو سره مرسته کوي چې د مؤمنو په توګه وپېژندل شي او ونه ځورول شي.
د قبس لیکنه، چې د المختصر في تفسير القرآن الكريم، تفسیر ابن کثیر او د HadeethEnc.com تشریحات پر بنسټ کتل شوې ده.
له قرآن څخه
قُل لِّلۡمُؤۡمِنِينَ يَغُضُّواْ مِنۡ أَبۡصَٰرِهِمۡ وَيَحۡفَظُواْ فُرُوجَهُمۡۚ ذَٰلِكَ أَزۡكَىٰ لَهُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ خَبِيرُۢ بِمَا يَصۡنَعُونَ ﴿٣٠﴾ وَقُل لِّلۡمُؤۡمِنَٰتِ يَغۡضُضۡنَ مِنۡ أَبۡصَٰرِهِنَّ وَيَحۡفَظۡنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبۡدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنۡهَاۖ وَلۡيَضۡرِبۡنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَىٰ جُيُوبِهِنَّۖ وَلَا يُبۡدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوۡ ءَابَآئِهِنَّ أَوۡ ءَابَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوۡ أَبۡنَآئِهِنَّ أَوۡ أَبۡنَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوۡ إِخۡوَٰنِهِنَّ أَوۡ بَنِيٓ إِخۡوَٰنِهِنَّ أَوۡ بَنِيٓ أَخَوَٰتِهِنَّ أَوۡ نِسَآئِهِنَّ أَوۡ مَا مَلَكَتۡ أَيۡمَٰنُهُنَّ أَوِ ٱلتَّٰبِعِينَ غَيۡرِ أُوْلِي ٱلۡإِرۡبَةِ مِنَ ٱلرِّجَالِ أَوِ ٱلطِّفۡلِ ٱلَّذِينَ لَمۡ يَظۡهَرُواْ عَلَىٰ عَوۡرَٰتِ ٱلنِّسَآءِۖ وَلَا يَضۡرِبۡنَ بِأَرۡجُلِهِنَّ لِيُعۡلَمَ مَا يُخۡفِينَ مِن زِينَتِهِنَّۚ وَتُوبُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ لَعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ ﴿٣١﴾
24-30 ته مومنانو ته ووایه چې خپلې سترګې دې (له نامحرمو نه) ټيټې ساتي او د خپلو فرجونو (شرم ځایونو) ساتنه دې كوي، دا د دوى لپاره ډېر پاكیزه دي، بېشكه الله ښه خبردار دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي 24-31 او ته مومنو ښځو ته ووایه چې خپلې سترګې دې ټیټې ساتي او د خپلو شرم ځایونو حفاظت دې كوي او خپل زینت دې نه ښكاره كوي مګر هغه چې له دې (زینت) نه (عادتًا) ظاهرېږي، او په خپلو ګرېوانونو دې پړوني واچوي او دوى دې خپل زينت نه څرګندوي مګر د خپلو خاوندانو لپاره یا د خپلو پلرونو یا د خپلو خاوندانو د پلرونو لپاره یا د خپلو زامنو لپاره يا د خپل خاوند د زامنو لپاره يا د خپلو وروڼو لپاره يا د خپلو ورېرونو لپاره يا د خپلو خورينو لپاره يا د خپلو ښځو لپاره يا هغه چا ته چې د دوى ښي لاسونه يې مالكان شوي دي، یا هغو تابعانو ته چې ښځو ته له حاجت والاوو نه وي له سړیو نه، یا هغو وړو هلكانو (ماشومانو) ته چې د ښځو په اسرارو او پټو خبرو واقف شوي نه وي او دا (ښځې) دې خپلې پښې نه وهي، د دې لپاره چې معلوم كړى شي هغه څه چې دوى يې له خپل زینت ځنې پټوي او تاسو ټول الله ته توبه وباسئ اى مومنانو! د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ
د آیتونو تفسیر
اې رسوله! مؤمنانو ته ووايه! خپلې سترګې هغو ښخو او عورتونو ته له ګتلو بندې کړي چې ورته روا نه دي، خپل شرم ځایونه په ناروا کې له اخته کېدو او لوڅولو وساتي، کوم څه چې الله ناروا کړي دغو ته له کتلو بندول او د شرم ځايونو ساتل د هغوی لپاره د الله په وړاندې ډېره پاکي ده، پرته له شکه؛ الله هغه څه ښه خبر دی چې هغوی يې کوي، له هغه هيڅ هم نه ترې نه پټيږي او جزا به پرې ورکوي.
او مومنو ښځو ته هم ووايه: چې خپلې سترګې د هغو عورتونو له کتلو وساتي چې نه دي ورته روا، خپل شرم ځايونه له ناروا څخه په لرې والي او په پټولو وساتي، پرديو ته دې خپل سينګار نه ښکاروي، خو دا چې هغه څه ترې ښکاره شي چې پټول يې ناشوني وي، لکه جامې، او خپل پړوني دې داسې اچوي چې وېښتان، مخونه او غاړې يې پکې پټې شي، پټ سينګار دې له خپلو مېړونو، پلرونو، د مېړونو له پلرونو، زامنو، بنزيانو، وروڼو، د وروڼو له زامنو، د خويندو له زامنو، باوري مسلمانو يا کافرو مېرمنو، نارينه او ښځينه مرېيانو، هغو تابع شويو کسانو چې ښځو ته کومه اړتيا نه لري او له هغو ماشونو پرته چې تر اوسه د ښځو پر عورتونو خبر نه لري له دغو ټولو پرته نورو ته نه ښکاروي، ښځې دې خپلې پښې په لوی لاس داسې نه وهي چې پټ کړل شوی سينګار يې لکه د پښو شرنګوونکي او داسې نور يې وپېژندل شي، ای مومنانو ټول الله ته توبه وباسئ له بد نظر کولو او داسې نورو شیانو څخه، په دې هيله چې په موخه کې به بريالي او له وېروونکي څخه به خوندي شئ.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِيُّ قُل لِّأَزۡوَٰجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَآءِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ يُدۡنِينَ عَلَيۡهِنَّ مِن جَلَٰبِيبِهِنَّۚ ذَٰلِكَ أَدۡنَىٰٓ أَن يُعۡرَفۡنَ فَلَا يُؤۡذَيۡنَۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورٗا رَّحِيمٗا ﴿٥٩﴾
33-59 اى نبي! ته خپلو ښځو او خپلو لوڼو او د مومنانو ښځو ته ووایه چې په خپلو ځانونو دې له خپلو څادرو ځنې راخواره ( او راځوړند) كاندي، دغه (د بدن پټول) ډېر نژدې دي دې ته چې دوى به وپېژندل شي (چې پرده دارې دي) نو دوى ته به تكلیف نه رسولى شي او الله دى ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى
د آیتونو تفسیر
ای نبي! خپلو مېرمنو ته دې ووايه، خپلو لوڼو ته دې ووايه، او د مؤمنانو ښځو ته ووايه: کوم پړوني چې اغوندي هغه دې پرځانونو را خپروي ترڅو د پرديو سړيو په مخکې د هغوی ستر ښکاره نه شي، دا ډېره نېږدې ده دېته چې هغوی وپېژندل شي چې هغوی آزادې دي، نو څوک به په آذيت رسولو سره نه ورته وړاندې کيږي لکه څنګه چې اينځو ته وړاندې کيږي، او الله له خپلو بندګانو څخه د هغه چا بښونکی دی چې توبه ورته وباسي، پر هغه مهربان دی.