هغه پوښتنې چې خلک یې کوي

درس 2 له 11

اسلام د عیسی علیه السلام د مور مریمې په اړه څه وايي؟

لنډ ځواب

مریم، د عیسی مور، په اسلام کې تر ټولو عزتمنو ښځو څخه ده. قرآن وايي چې الله هغه غوره کړه، پاکه یې کړه او د نړۍ پر ښځو یې غوره کړه، چې ډېر علماء وايي مطلب ترې د هغې د زمانې ښځې دي، او د قرآن یو بشپړ سورت د هغې په نوم دی. هغې د الله په معجزه، په داسې حال کې چې پېغله وه، عیسی وزېږاوه. پیغمبر ﷺ هغه له هغو لږو ښځو څخه وشمېرله چې کمال ته رسېدلې دي.

د قبس لیکنه، چې د المختصر في تفسير القرآن الكريم، تفسیر ابن کثیر او د HadeethEnc.com تشریحات پر بنسټ کتل شوې ده.

له قرآن څخه

وَإِذۡ قَالَتِ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ يَٰمَرۡيَمُ إِنَّ ٱللَّهَ ٱصۡطَفَىٰكِ وَطَهَّرَكِ وَٱصۡطَفَىٰكِ عَلَىٰ نِسَآءِ ٱلۡعَٰلَمِينَ ﴿٤٢﴾ يَٰمَرۡيَمُ ٱقۡنُتِي لِرَبِّكِ وَٱسۡجُدِي وَٱرۡكَعِي مَعَ ٱلرَّٰكِعِينَ ﴿٤٣﴾

3-42 او كله چې ملايكو وویل: اى مریمې! یقینًا الله ته غوره كړې يې او ته يې پاكه كړې يې او د ټول عالَم پر ښځو يې تا ته غوره والى دركړى دى 3-43 اى مریمې! د خپل رب فرمانبرداره شه او سجده كوه او له ركوع كوونكو سره ركوع كوه

آل عمران 3:42-43په قرآن کې یې ولولئ
د آیتونو تفسیر

یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې ملائکې وویل مریمې علیها السلام ته: بېشکه الله تعالی ته غوره کړې یې له دې کبله چې ته ستایل شوي صفتونه لرې، او ته یې له زیانونو څخه پاکه کړې یې، او غوره کړې یې ستا د زمانې پر ښځو.

ای مریمې! اوږده ودرېدل وکړه په لمانځه کې، او یوازې الله تعالی ته سجده کوه، او رکوع کوه له رکوع کوونکو نیکانو بندګانو سره.

وَٱذۡكُرۡ فِي ٱلۡكِتَٰبِ مَرۡيَمَ إِذِ ٱنتَبَذَتۡ مِنۡ أَهۡلِهَا مَكَانٗا شَرۡقِيّٗا ﴿١٦﴾ فَٱتَّخَذَتۡ مِن دُونِهِمۡ حِجَابٗا فَأَرۡسَلۡنَآ إِلَيۡهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرٗا سَوِيّٗا ﴿١٧﴾ قَالَتۡ إِنِّيٓ أَعُوذُ بِٱلرَّحۡمَٰنِ مِنكَ إِن كُنتَ تَقِيّٗا ﴿١٨﴾ قَالَ إِنَّمَآ أَنَا۠ رَسُولُ رَبِّكِ لِأَهَبَ لَكِ غُلَٰمٗا زَكِيّٗا ﴿١٩﴾ قَالَتۡ أَنَّىٰ يَكُونُ لِي غُلَٰمٞ وَلَمۡ يَمۡسَسۡنِي بَشَرٞ وَلَمۡ أَكُ بَغِيّٗا ﴿٢٠﴾ قَالَ كَذَٰلِكِ قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَيَّ هَيِّنٞۖ وَلِنَجۡعَلَهُۥٓ ءَايَةٗ لِّلنَّاسِ وَرَحۡمَةٗ مِّنَّاۚ وَكَانَ أَمۡرٗا مَّقۡضِيّٗا ﴿٢١﴾

19-16 او ته په كتاب كې (قصه د) مریم یاده كړه كله چې هغه له خپلې كورنۍ نه هغه ځاى ته په څنګ شوه چې (د كور) مشرقي جانب و 19-17 نو دې د دوى په طرف پرده ونیوله، نو مونږ دې ته خپل روح (مَلَك جبريل) ولېږه، نو هغه دې ته د كامل سړي په شكل كې څرګند شو 19-18 (نو) دې وویل: بېشكه زه له تا نه په رحمٰن پورې پناه نیسم، كه چېرې ته پرهېزګاره يې 19-19 هغه وویل: یقینًا زه خو يواځې ستا د رب رسول (استاځى) یم، د دې لپاره چې (د خپل رب په حكم) تا ته یو ډېر پاك هلك دركړم 19-20 دې وویل: زما به هلك څنګه پیدا شي؟ حال دا چې ما ته هېڅ يو بشر لاس هم نه دى راوړى، او زه چېرې بدكاره هم نه یم 19-21 ويې ويل: خبره همداسې ده (لېكن) ستا رب فرمایلي دي: دغه كار ما ته ډېر اسان دى او د دې لپاره چې مونږ هغه (ماشوم) د خلقو لپاره نښه وګرځوو او له خپل جانب نه رحمت او دغه یو فیصله شوى كار دى

مريم 19:16-21په قرآن کې یې ولولئ
د آیتونو تفسیر

او یاد کړه -ای پیغمبره- په تا باندې نازل شوي قرآن کریم کې واقعه د مریم -علیها السلام- کله چې هغه په څنګ شوه د خپلې کورنۍ نه، او یواځې شوه یو ځای ته، د ختیځ طرف ته د دوی نه.

نو ویې نیوله د خپل ځان لپاره د خپل قوم نه یوه پرده چې پټوله یې، تر دې چې د خپل رب د بندګۍ په وخت کې یې ونه ویني، نو مونږ ولیږه دې ته جبریل -علیه السلام-، نو ځان یې جوړ کړ هغې ته د یو پوره برابر انسان په شکل کې، نو دا وویریده چې یقینا دا په دې باندې د بدۍ اراده لري.

نو هر کله چې هغې دا د یو برابر انسان په شکل کې ولیده او د دې طرف ته ور روان وو ویې ویل: زه پناه غواړم په رحمان ذات سره ستا څخه د دې نه چې راورسیږي ما ته ستا نه څه تکلیف -ای مخاطبه- که چیرته ته پرهیزګار یې د الله تعالی نه ویریږې.

جبریل -علیه السلام- وویل: بیشکه زه انسان نه یم، بلکې زه رالیږل شوی یم ستا د رب له طرفه رالیږلی یې یم د دې لپاره چې وبښم تا ته یو هلک پاک صفا.

مریم -علیها السلام- په تعجب کې وویل: څرنګه به زما زوی پید اشي او حال دا چې نه دی نږدې شوی ما ته خاوند او نه بل څوک، او نه زه بد کاره یم چې زما دې زوی پیداشي؟!.

جبریل-علیه السلام- هغې ته وویل: خبره همداسې ده لکه تا چې وویل چې تا ته خاوند نزدېکت نه دی کړی او نه بل چا او ته بد کاره هم نه یې، لیکن ستا رب وویل: پیداکول د زوی په غیر د پلار نه ما ته اسان دي، او د دې لپاره چې شي دا زوی بښل شوی تا ته نښه دې خلکو لره د الله تعالی په قدرت باندې، او رحمت زمونږ له طرفه تا ته او هغه چا ته چې ایمان یې پرې راوړی دی، او وو پيداکول ستا د دې زوی فیصله مقرر شوې د الله تعالی له طرفه، چې لیکل شوې وه په لوح محفوظ کې.

وَمَرۡيَمَ ٱبۡنَتَ عِمۡرَٰنَ ٱلَّتِيٓ أَحۡصَنَتۡ فَرۡجَهَا فَنَفَخۡنَا فِيهِ مِن رُّوحِنَا وَصَدَّقَتۡ بِكَلِمَٰتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِۦ وَكَانَتۡ مِنَ ٱلۡقَٰنِتِينَ ﴿١٢﴾

66-12 او د عمران لور مریم ده، هغه چې د خپل شرم ځاى حفاظت يې كړى و، پس مونږ له خپل روح نه په ده كې پوكى وواهه او دې د خپل رب د كلمو (خبرو) او د هغه د كتابونو تصدیق كړى و او دا له حكم منونكو ځنې وه

التحريم 66:12په قرآن کې یې ولولئ
د آیتونو تفسیر

او د هغه کسانو لپاره چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړی الله د عمران د لور بېلګه بيان کړه چې خپل شرمځای يې له زنا څخه وساتی، الله جبريل ته امر وکړ چې روح پکې پو کړي، نو د هغې د الله په ځواک د مريم زوی عيسی پرته له پلاره په ګېډه شو، او د الله د شريعتونو او د هغه پر رسولانو د نازل کړل شوو کتابونو تصديق يې وکړ، او الله لره د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره له پيروي کوونکو څخه وه.

ټول درسونه