درس 1 له 11
ایا مسلمانان د هماغه خدای عبادت کوي چې یهودیان او عیسویان یې کوي؟
لنډ ځواب
مسلمانان د ابراهیم، موسی او عیسی د خدای عبادت کوي، هغه چې هر څه یې پیدا کړي. «الله» د خدای عربي نوم دی، او عرب عیسویان یې هم کاروي. قرآن مسلمانانو ته وايي چې یهودانو او عیسویانو ته ووایي: «زمونږ معبود او ستاسو معبود یو دی». خو مسلمانان د خدای په اړه په ځینو مهمو عقیدو کې له هغوی سره توپیر لري، لکه تثلیث چې اسلام یې ردوي، او ټول خلک بلي چې یوازې د هغه عبادت وکړي، پرته له کوم شریک.
د قبس لیکنه، چې د المختصر في تفسير القرآن الكريم، تفسیر ابن کثیر او د HadeethEnc.com تشریحات پر بنسټ کتل شوې ده.
له قرآن څخه
۞ وَلَا تُجَٰدِلُوٓاْ أَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ إِلَّا بِٱلَّتِي هِيَ أَحۡسَنُ إِلَّا ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنۡهُمۡۖ وَقُولُوٓاْ ءَامَنَّا بِٱلَّذِيٓ أُنزِلَ إِلَيۡنَا وَأُنزِلَ إِلَيۡكُمۡ وَإِلَٰهُنَا وَإِلَٰهُكُمۡ وَٰحِدٞ وَنَحۡنُ لَهُۥ مُسۡلِمُونَ ﴿٤٦﴾
29-46 او تاسو له اهل كتابو سره جګړه مه كوئ مګر په هغې (طریقې) سره چې هغه تر ټولو ښه وي، غیر له هغو كسانو نه چې ظلم وكړي له دوى ځنې او تاسو وايئ: مونږ په هغه (كتاب) ایمان راوړى دى چې مونږ ته نازل كړى شوى دى او ( په هغه كتاب) چې تاسو ته نازل كړى شوى دى او زمونږ معبود او ستاسو معبود یو دى او مونږ خاص هغه ته غاړه ايښودونكي یو
د آیتونو تفسیر
ای مومنانو! تاسو د یهودو او نصاراوو سره خبرې او شخړې مه کوئ مګر په ښه اسلوب او ښایسته طریقې سره چې په وعظ او ښکاره دلائلو سره رابلل دي، پرته له هغو کسانو چې په ضد او لویي سره یې ظلم کړی، او ستاسو په وړاندې یې د جنګ اعلان کړی، نو دوی سره تر هغې جنګ وکړئ تر څو چې مسلمانان شي او یا هم په لاس جزیه (باج) ورکړي په داسې حال کې چې خوار او ذلیل وي، او یهودو او نصاراوو ته ووایئ: مونږ په هغه څه باور لرو چې مونږ ته الله تعالی کوم قرآن نازل کړی، او په هغه څه هم باور لرو کوم توارت او انجیل چې تاسو ته نازل شوی، او زمونږ او ستاسو معبود یو دی چې نه په الوهیت کې او نه په ربوبیت او کمال کې شریک لري، او مونږ یوازې همده ته غاړه ایښودونکي او ذلیل یو.
قُلۡ يَٰٓأَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ تَعَالَوۡاْ إِلَىٰ كَلِمَةٖ سَوَآءِۭ بَيۡنَنَا وَبَيۡنَكُمۡ أَلَّا نَعۡبُدَ إِلَّا ٱللَّهَ وَلَا نُشۡرِكَ بِهِۦ شَيۡـٔٗا وَلَا يَتَّخِذَ بَعۡضُنَا بَعۡضًا أَرۡبَابٗا مِّن دُونِ ٱللَّهِۚ فَإِن تَوَلَّوۡاْ فَقُولُواْ ٱشۡهَدُواْ بِأَنَّا مُسۡلِمُونَ ﴿٦٤﴾
3-64 (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى اهل كتابو! داسې كلمې ته راشئ چې زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې برابره ده، دا چې عبادت به نه كوو مګر يواځې د الله او له هغه سره به هېڅ شى نه شریكوو او زمونږ بعضې به بعضو نورو لره له الله نه غېر پالونكي (خدایان) نه نیسي، نو كه دوى وګرځېدل، نو تاسو (ورته) ووایئ چې تاسو پر دې ګواه شئ چې یقینًا مونږ مسلمانان یو
د آیتونو تفسیر
ورته ووایه -ای پېغمبره- راشئ ای اهل کتابو له یهودو او نصاراو څخه، راټول به شو د انصاف په یوه خبره چې ټول پکې برابر یو: الله تعالی به یوازې کړو په عبادت سره، نو هغه سره به د بل چا عبادت نه کوو که هر څه هم د لوړې مرتبې څښتن وي، او مکانت یې پورته وي، او نه یو بل په الوهیت نیسو چې له الله پرته یې اطاعت او بندګي کېږي، نو که چېرې له دې حق او انصاف وګرځېدل چې ته یې ورته رابلې نو ورته ووایئ ای مومنانو: تاسو ګواه اوسئ چې مونږ الله ته تسلیم یو او هغه ته په طاعت کولو غاړه ایښودونکي یو.