إِنَّ فِي خَلۡقِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَٱخۡتِلَٰفِ ٱلَّيۡلِ وَٱلنَّهَارِ لَأٓيَٰتٖ لِّأُوْلِي ٱلۡأَلۡبَٰبِ ١٩٠
3-190 بېشكه د اسمانونو او ځمكې په پیدا كولو كې او د شپې او ورځې په تلو راتلو كې خامخا د خالص عقل خاوندانو لپاره ډېرې نښې دي
تفسیر
یقینا له نشت نه د اسمانونو او ځمکو په پیدا کولو کې پرته له مخکنۍ بیلګې څخه او یو بل پسې د شپې او ورځې تګ راتګ او په هغه توپير چې د دوی په اوږدوالی او لنډوالي کې دی؛ خامخا ښکاره دلیلونه دي د سالم عقل خاوندانو لپاره، ښودنه کوي دوی ته د دنیا په پیداکوونکي چې یواځې د عبادت مستحق دی.
ٱلَّذِينَ يَذۡكُرُونَ ٱللَّهَ قِيَٰمٗا وَقُعُودٗا وَعَلَىٰ جُنُوبِهِمۡ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلۡقِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ رَبَّنَا مَا خَلَقۡتَ هَٰذَا بَٰطِلٗا سُبۡحَٰنَكَ فَقِنَا عَذَابَ ٱلنَّارِ ١٩١
3-191 هغه كسان چې الله یادوي په ولاړه او ناسته او (چې پراته وي) په خپلو اړخونو باندې او د اسمانونو او ځمكې په پیدا كونه كې ښه فكر كوي (او وايي:) اى زمونږه ربه! تا دا عبث نه دي پیدا كړي، تا لره پاكي ده، نو ته مونږه (د جهنم) له اور نه بچ كړه
تفسیر
او دا هغه کسان دی چې یادوي الله تعالی په هر حال کې، د ودریدو په حال کې، د کیناستلو په حال کې، او د څملاستلو په حال کې، او خپل سوچ د اسمانونو او ځمکو په پیدایښت کې په کار اچوي؛ او وایې: ای ربه! تا ندي پیداکړي دا لوی مخلوق بې فایدي، ته له عبث کار نه پاک یې، نو بس مونږ وساته د جهنم له اور نه په توفیق راکولو د نیکو کارونو او په ځان ساتلو له ګناهونو څخه.
رَبَّنَآ إِنَّكَ مَن تُدۡخِلِ ٱلنَّارَ فَقَدۡ أَخۡزَيۡتَهُۥۖ وَمَا لِلظَّٰلِمِينَ مِنۡ أَنصَارٖ ١٩٢
3-192 اى زمونږه ربه! بېشكه ته چې څوك اور ته داخل كړې، نو یقینًا تا هغه رسوا كړ او د ظالمانو لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته
تفسیر
نو پس ته چې څوک داخل کړې اور ته -ای ربه- له خپلو بندګانو څخه نو یقینا هغه تا سپک کړ او رسوا دې کړ، او نشته ظالمانو لره د قیامت په ورځ څوک مرستندوی چې د الله تعالی له عذاب او سزا څخه یې وژغوري.
رَّبَّنَآ إِنَّنَا سَمِعۡنَا مُنَادِيٗا يُنَادِي لِلۡإِيمَٰنِ أَنۡ ءَامِنُواْ بِرَبِّكُمۡ فَـَٔامَنَّاۚ رَبَّنَا فَٱغۡفِرۡ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرۡ عَنَّا سَيِّـَٔاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ ٱلۡأَبۡرَارِ ١٩٣
3-193 اى زمونږه ربه! بېشكه مونږه یو اواز كوونكى واورېده، چې ایمان ته يې بلنه كوله، (او دا يې ویل) چې په خپل رب باندې ایمان راوړئ، نو مونږ ایمان راوړ، اى زمونږه ربه! نو ته مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښه او له مونږ نه زمونږ بدۍ لرې كړه او مونږ ته وفات راكړه، په دې حال كې چې د نېكانو له ډلې سره يو
تفسیر
ای ربه زمونږه! بیشکه مونږ واوریده اواز کوونکی د ایمان طرف ته -چې هغه ستا پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم وو- چې اواز یې کاوه ویل یې: ایمان راوړئ په الله تعالی چې ستاسو رب دی یوازې هماغه د بندګۍ لایق، نو بس مونږ ایمان راوړ په هغه څه چې هغه ورته بلنه ورکوله او مونږ د هغه د شریعت تابعداري وکړه، نو بس زمونږ ګناهونه پټ کړه او مونږه مه رسوا کوه، او زمونږ له ګناهونو څخه تیر شه نو پس مونږ پرې مه رانیسه، او وفات کړه مونږ د نیکانو خلکو سره په توفیق راکولو د نیک کار او په پريښودلو د ګناهونو.
رَبَّنَا وَءَاتِنَا مَا وَعَدتَّنَا عَلَىٰ رُسُلِكَ وَلَا تُخۡزِنَا يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۖ إِنَّكَ لَا تُخۡلِفُ ٱلۡمِيعَادَ ١٩٤
3-194 اى زمونږه ربه! او مونږ ته هغه (ثوابونه) راكړه چې تا له مونږ سره د خپلو رسولانو په ژبه (د هغو) وعده كړې ده، او د قیامت په ورځ مونږه مه رسوا كوه، بېشكه ته د وعدې مخالفت نه كوې
تفسیر
ای ربه زمونږه! او راکړې مونږ ته هغه چې وعده دې کړې مونږ سره ستا د پیغمبرانو په ژبه، له هدایت او کامیابۍ څخه په دنیا کې، او ته مونږ مه رسوا کوه د قیامت په ورځ په ننویستلو د جهنم اور ته، ته کریم يې -ای ربه- د وعدې خلاف نه کوې.
فَٱسۡتَجَابَ لَهُمۡ رَبُّهُمۡ أَنِّي لَآ أُضِيعُ عَمَلَ عَٰمِلٖ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوۡ أُنثَىٰۖ بَعۡضُكُم مِّنۢ بَعۡضٖۖ فَٱلَّذِينَ هَاجَرُواْ وَأُخۡرِجُواْ مِن دِيَٰرِهِمۡ وَأُوذُواْ فِي سَبِيلِي وَقَٰتَلُواْ وَقُتِلُواْ لَأُكَفِّرَنَّ عَنۡهُمۡ سَيِّـَٔاتِهِمۡ وَلَأُدۡخِلَنَّهُمۡ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ ثَوَابٗا مِّنۡ عِندِ ٱللَّهِۚ وَٱللَّهُ عِندَهُۥ حُسۡنُ ٱلثَّوَابِ ١٩٥
3-195 نو خپل رب يې دعا قبوله كړه چې بېشكه زه په تاسو كې د هېڅ یو عمل كوونكي عمل نه ضايع كوم، نر وي او كه ښځه، ستاسو ځینې له ځینو نورو څخه دي، نو هغه كسان چې هجرت يې كړى دى او له خپلو كورونو نه وېستل شوي دي او زما په لاره كې ورته تكلیفونه رسول شوي دي او جنګونه يې كړي دي او وژل شوي دي (نو) زه به خامخا ضرور لرې (معاف) كړم له دوى نه د دوى ګناهونه او خامخا ضرور به يې داسې جنتونو ته داخل كړم چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې د الله له طرفه نه بدله ده او هم دا الله دى چې له هغه سره ښه بدله ده
تفسیر
نو بس د دوی رب د دوی دعا قبوله کړه : چې زه نه ضایع کوم ستاسو د عملونو ثواب لږ وي او که ډیر، برابره خبره ده که دا عمل کوونکی نر وي او که ښځه، نو بس حکم د ځینو ستاسو د ځینو نورو په څېر په دین کې یو دی، د نر لپاره ثواب نشي زیاتیدلی، او د ښځې نه کمیدلی نشي، پس هغه کسان چې د الله تعالی په لاره کې یې هجرت کړی، او کافرانو د خپلو کورونو څخه ویستلي وي، او د خپل رب د طاعت په وجه ورته ضرر رسیدلی وي، او د الله تعالی په لاره کې یې جهاد کړی وي او وژل شوي وي د هغه د کلمې د اوچتوالي لپاره، خامخا زه به دوی ته د قیامت په ورځ د دوی د ګناهونو بخښنه وکړم ، او دوی ته به د دوی له ګناهونو څخه تېر به شم، او خامخا به دوی جنتونو ته ننباسم چې له بنګلو نه لاندې به یې ویالې (نهرونه) بهېږي ، دا بدلې دي د الله تعالی له طرفه، او الله تعالی چې دی خاص د هغه سره خایسته بدلي دي چې څه مثال يې نشته.
لَا يَغُرَّنَّكَ تَقَلُّبُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ فِي ٱلۡبِلَٰدِ ١٩٦
3-196 (اى اورېدونكیه!) په ښارونو كې د كافرانو تلل راتلل دې تا تېر نه باسي (دوكه نه كړي)
تفسیر
تا دې دوکه نه کړي -ای پیغمبره- د کافرانو اوړیدل راوړیدل په ښارونو کې، او تصرف د دوی په دې ښارونو کې، او د دوی پراخه تجارت او رزق، نو پس ته غم او خفګان احساسوې د دوی د دې حالت له وجی نه.
مَتَٰعٞ قَلِيلٞ ثُمَّ مَأۡوَىٰهُمۡ جَهَنَّمُۖ وَبِئۡسَ ٱلۡمِهَادُ ١٩٧
3-197 (دا) ډېره لږه فايده ده، بیا د هغو اوسېدنځای جهنم دى او هغه بده استوګنه ده
تفسیر
نو بس دا دنیا لږه فایده ده چې دوام نه لري، وروسته لدې نه به ځای د ورتللو د دوی د قیامت په ورځ: جهنم وي، او ډیر بد بستر دی د جهنم اور د دوی لپاره.
لَٰكِنِ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوۡاْ رَبَّهُمۡ لَهُمۡ جَنَّٰتٞ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَا نُزُلٗا مِّنۡ عِندِ ٱللَّهِۗ وَمَا عِندَ ٱللَّهِ خَيۡرٞ لِّلۡأَبۡرَارِ ١٩٨
3-198 خو هغه كسان چې له خپل رب نه ووېرېدل د هغوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همېشه وي، چې د الله له طرف نه مېلمستیا ده، او هغه څه چې له الله سره دي (هغه) د نېكانو خلقو لپاره ډېر غوره دي
تفسیر
مګر هغه کسان چې ویریدلي د خپل رب څخه په عملي کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، د دوی لپاره جنتونه دي چې بهیږی لاندې د قصرونو د هغې نه ویالې (نهرونه)، وي به دوی په دې جنتونو کې همیشه، دا بدله تیاره کړای شوې دوی ته د الله تعالی له طرفه، او کومې بدلې چې الله تعالی د خپلو نیکانو بندګانو لپاره تیارې کړي، ډیرې غوره او بهتره دي د هغه خوندونو او مزو نه چې کافران پکې پدې دنیا کې اوړي راوړي.
وَإِنَّ مِنۡ أَهۡلِ ٱلۡكِتَٰبِ لَمَن يُؤۡمِنُ بِٱللَّهِ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيۡكُمۡ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيۡهِمۡ خَٰشِعِينَ لِلَّهِ لَا يَشۡتَرُونَ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ ثَمَنٗا قَلِيلًاۚ أُوْلَٰٓئِكَ لَهُمۡ أَجۡرُهُمۡ عِندَ رَبِّهِمۡۗ إِنَّ ٱللَّهَ سَرِيعُ ٱلۡحِسَابِ ١٩٩
3-199 او بېشكه ځینې له اهلِ كتابو څخه خامخا هغه څوك دي چې پر الله ایمان راوړي او پر هغه (كتاب) چې تاسو ته نازل كړى شوى دى او پر هغو (كتابونو) چې دوى ته نازل كړى شوي دي، چې الله ته عاجزي كوونكي دي، د الله د ایتونو په بدل كې لږ قیمت نه اخلي، دغه كسان (چې دي) د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، بېشكه الله ډېر ژر حساب كوونكى دى
تفسیر
ټول اهل کتاب (یهود او نصارا) نه دي برابر، پس یوه ډله د دوی نه ایمان لري په الله تعالی او په هغه حق او هدایت چې تاسو ته رالیږل شوی دی، او ایمان لري په هغه څه چې هغوی ته رالیږل شوي د هغوی په کتابونو کې، فرق نه کوي په ایمان راوړلو کې د الله تعالی په پیغمبرانو باندې، عاجزي کوونکي غاړه کیښودونکي دي الله تعالی ته، لپاره د حاصلولو د هغه څه چې د هغه سره دي، دوی د الله تعالی آیتونه د نیا له آرامیو څخه په لږ قیمت نه بدلوي، څوک چې په دا ډول صفتونو سره یاد شي، نو د خپل رب سره به د دوی لوی اجر وي، بیشکه الله تعالی زر حساب کوونکی دی په عملونو باندې، او زر بدله ورکوونکی دی په هغو باندې.
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱصۡبِرُواْ وَصَابِرُواْ وَرَابِطُواْ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ ٢٠٠
3-200 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو صبر كوئ او په صبر ټینګ اوسئ او په (سرحدي) مورچو كې محكم اوسئ او له الله نه وېرېږئ، لپاره د دې چې تاسو كامیاب شئ
تفسیر
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی په الله تعالی او د هغه د رسول تابعداري مو کړې ده، صبر وکړئ د شریعت په تکلیفونو باندې، او په هغه څه باندې چې تاسو ته رسیږی د د نیا له مصیبتونو څخه، او غالب شئ په کافرانو باندې په صبر کې نو داسې دې نه وي چې کافران ستاسو څخه دیر صبرناک وي، او همیشوالی وکړئ د الله تعالی په لاره کې په جهاد باندې، او وویریږئ د الله تعالی څخه په عملي کولو د هغه د اوامرو او د هغه له نواهیو څخه په ځان ساتلو باندې، د دې لپاره چې تاسو خپل مطلوب حاصل کړئ چې د اور نه بچ کېدل او جنت ته ننوتل دي.