سورت آل عمران، آیت 193

3:193

رَّبَّنَآ إِنَّنَا سَمِعۡنَا مُنَادِيٗا يُنَادِي لِلۡإِيمَٰنِ أَنۡ ءَامِنُواْ بِرَبِّكُمۡ فَـَٔامَنَّاۚ رَبَّنَا فَٱغۡفِرۡ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرۡ عَنَّا سَيِّـَٔاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ ٱلۡأَبۡرَارِ ١٩٣

3-193 اى زمونږه ربه! بېشكه مونږه یو اواز كوونكى واورېده، چې ایمان ته يې بلنه كوله، (او دا يې ویل) چې په خپل رب باندې ایمان راوړئ، نو مونږ ایمان راوړ، اى زمونږه ربه! نو ته مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښه او له مونږ نه زمونږ بدۍ لرې كړه او مونږ ته وفات راكړه، په دې حال كې چې د نېكانو له ډلې سره يو

تفسیر

ای ربه زمونږه! بیشکه مونږ واوریده اواز کوونکی د ایمان طرف ته -چې هغه ستا پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم وو- چې اواز یې کاوه ویل یې: ایمان راوړئ په الله تعالی چې ستاسو رب دی یوازې هماغه د بندګۍ لایق، نو بس مونږ ایمان راوړ په هغه څه چې هغه ورته بلنه ورکوله او مونږ د هغه د شریعت تابعداري وکړه، نو بس زمونږ ګناهونه پټ کړه او مونږه مه رسوا کوه، او زمونږ له ګناهونو څخه تیر شه نو پس مونږ پرې مه رانیسه، او وفات کړه مونږ د نیکانو خلکو سره په توفیق راکولو د نیک کار او په پريښودلو د ګناهونو.