سورت التوبة، آیت 118

9:118

وَعَلَى ٱلثَّلَٰثَةِ ٱلَّذِينَ خُلِّفُواْ حَتَّىٰٓ إِذَا ضَاقَتۡ عَلَيۡهِمُ ٱلۡأَرۡضُ بِمَا رَحُبَتۡ وَضَاقَتۡ عَلَيۡهِمۡ أَنفُسُهُمۡ وَظَنُّوٓاْ أَن لَّا مَلۡجَأَ مِنَ ٱللَّهِ إِلَّآ إِلَيۡهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيۡهِمۡ لِيَتُوبُوٓاْۚ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ ١١٨

9-118 او په هغو درې كسانو باندې چې وروسته كړى شوي وو، تر دې چې په هغوى باندې ځمكه، سره د هغې له ارت والي تنګه شوه او هغوى پر خپلو ځانونو (هم) تنګ شول (خپل ځانونه پرې بوج شول) او هغوى یقین وكړ چې د الله (له عذاب) نه د پناه هېڅ ځاى نشته مګر هم له هغهٔ سره دى، بیا هغه (الله) پر دوى مهرباني وكړه، د دې لپاره چې دوى توبه وباسي، بېشكه چې الله، هم دى ښه توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى

تفسیر

او بېشکه الله د هغو دريو توبه قبوله کړه: چې مالک زوی د کعب، ربيع زوی د مراره اميه زوی د هلال وو، دا هغه کسان وو چې له توبې قبلیدو څخه وروسته پاتې کړای شول او د هغوی توبه قبلېدل وروسته کړای شول، وروسته تردې چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره تبوک ته له وتلو پاتې شول؛ نو نبي صلی الله عليه وسلم خلکو ته له هغوی څخه د بېلېدلو امر وکړ، هغوی ته پر دغه، کړاو او غم ورسېد، تر دې چې ځمکه د پراخۍ سربېره پرې تنګه شوه او د رسيدلي وحشت له امله يې سينې تنګې شوې، پوه شول چې هغوی لره د پناه ځای نشته چې پناه وروړي خو يوازې الله دی، پر هغوی يې لورېينه وکړه د توبې د توفيق په ورکولو سره، بيا يې د هغوی توبه قبوله کړه، بېشکه هغه د خپلو بندګانو توبه قبلوونکی او پر هغوی مهربان دی.