سورت النساء، آیت 166

4:166

لَّٰكِنِ ٱللَّهُ يَشۡهَدُ بِمَآ أَنزَلَ إِلَيۡكَۖ أَنزَلَهُۥ بِعِلۡمِهِۦۖ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ يَشۡهَدُونَۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدًا ١٦٦

4-166 لېكن الله ګواهي كوي پر هغه شي چې تا ته يې نازل كړى دى، چې دا يې په خپل علم سره نازل كړى دى، او ملايك (هم) ګواهي كوي او الله ښه كافي دى (په حیث د) ګواه

تفسیر

که چیرته یهودیان کفر کوي په تا باندې نوبیشکه الله تعالی ستا تصدیق کوي په صحت (رښتینوالي) د هغه څه چې تاته راغلي -ای پیغمبره- د قران کریم څخه، رالیږلی یې دی په دې کې خپل هغه علم چې غوښتل یې چې خبر کړي په دې باندې خپل بندګان د هغه څه نه چې خوښ یې ګڼې او راضی کیږی پرې او یا یې بد ګڼې او رد کوی یې، او ملایکې هم ګواهي کوي په رښتینولۍ د هغه څه چې تا پرې راتګ کړی سره د ګواهۍ د الله تعالی، او کافي دی الله تعالی ګواهي کوونکی، نو د هغه ګواهي کافی ده د نورو خلکو له ګواهۍ څخه.