سورت النساء، آیت 167

4:167

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَصَدُّواْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ قَدۡ ضَلُّواْ ضَلَٰلَۢا بَعِيدًا ١٦٧

4-167 بېشكه هغه كسان چې كافر شوي دي او د الله له لارې نه يې بندول كړي دي، یقینًا هغوى ګمراه شوي دي په ډېرې لرې ګمراهۍ سره

تفسیر

بیشکه هغه کسان چې کفر یې کړی ستا په پیغمبرۍ، او خلک یې بند کړي له اسلام څخه بیشکه لرې شوي د حق څخه په لري والي ډیر سره.