سورت النساء، آیت 165

4:165

رُّسُلٗا مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى ٱللَّهِ حُجَّةُۢ بَعۡدَ ٱلرُّسُلِۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمٗا ١٦٥

4-165 او (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلقو لپاره په الله باندې څه حجت پاتې نشي او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

تفسیر

مونږ لیږلی وو دا پیغمبران زیری ورکوونکي په ښایسته ثواب سره د هغه چا لپاره چې په الله تعالی یې ایمان راوړی، او ویره ورکوونکي د هغه چا لپاره چې په هغه یې کفر کړی د عذاب دردناک څخه، تر دې چې نشې د خلکو لپاره څه دلیل (بهانه) په الله تعالی باندې وروسته د لیږلو د پیغمبرانو څخه چې هغه عذر کې پیش کوي، او دی الله تعالی زورور په خپله بادشاهۍ کې حکمت والا دی په خپله فیصله او قضا کې.