سورت النساء، آیت 142

4:142

إِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ يُخَٰدِعُونَ ٱللَّهَ وَهُوَ خَٰدِعُهُمۡ وَإِذَا قَامُوٓاْ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ قَامُواْ كُسَالَىٰ يُرَآءُونَ ٱلنَّاسَ وَلَا يَذۡكُرُونَ ٱللَّهَ إِلَّا قَلِيلٗا ١٤٢

4-142 بېشكه منافقان له الله سره دوكه كوي او الله له دوى سره دوكه كوونكى دى او كله چې دوى لمانځه ته پاڅېږي (، نو) سست (كاهلان) پاڅېږي، خلقو ته ځانونه ښیي او الله نه یادوي مګر ډېر لږ

تفسیر

پرته له شکه منافقان د ايمان په ښکارولو او کفر په پټلو الله ته دوکه ورکوي او هغه د دوی د دوکې ځواب ورکوي، چې د هغوی د کفر سربېره یې وينې خوندي کوي او په آخرت کې سخته سزا ورته چمتو کوي، هغوی چې کله لمانځه ته پورته کيږي؛ نو له لمانځه کرکه کوونکي پورته کيږي، يوازې خلکو ته ځانونه ښايي او له هغوی درناوی غواړي، له الله سره اخلاص نه کوي او الله نه يادوي مګر ډېر کم چې کله مومنان وويني.