سورت النساء، آیت 143

4:143

مُّذَبۡذَبِينَ بَيۡنَ ذَٰلِكَ لَآ إِلَىٰ هَٰٓؤُلَآءِ وَلَآ إِلَىٰ هَٰٓؤُلَآءِۚ وَمَن يُضۡلِلِ ٱللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ سَبِيلٗا ١٤٣

4-143 دوى د دې (كفر او اسلام) په مینځ كې زړه نازړه دي، نه (سم) د دوى په طرف دي او نه (سم) د هغوى په طرف دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو ته به كله هم د هغه لپاره څه لار ونه مومې

تفسیر

دا منافقان ګډوډ دي په شک کې دي، نو نه دوی د مومنانو سره دي په پټه او ښکاره او نه د کافرانو سره دي، بلکه په ښکاره ډول د مومنانو سره دي او په پټه د کافرانو سره دي، او څوک چې الله تعالی ګمراه کړي نو پس هیڅکله به ته بیانه مومې -ای پیغمبره- دې لره لار د هدایت د ګمراهۍ څخه.