ٱلَّذِينَ تَتَوَفَّىٰهُمُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ طَيِّبِينَ يَقُولُونَ سَلَٰمٌ عَلَيۡكُمُ ٱدۡخُلُواْ ٱلۡجَنَّةَ بِمَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ ٣٢
16-32 هغه كسان چې ملايك يې (روح) قبض كوي، په دې حال كې چې هغوى پاك وي، دوى به (ورته) وايي: پر تاسو دې سلام وي، تاسو جنت ته داخل شئ، په سبب د هغو (نېكو) عملونو چې تاسو به كول
تفسیر
هغه کسان چې ساه اخلي ملک الموت او د هغه ملګري د هغوی نه پداسې حال کې چې د هغوی زړونه د کفر نه پاک وي، ملاېکې به ورته داسې وايې: سلام دي وي پرتاسې، د هر یو مصیبت نه په امن کې یاستئ، ننوځئ تاسې جنت ته په سبب د هغو عملونو چې تاسې کول په دنیا کې د صحیح عقیدې او نیک عمل څخه.