هَلۡ يَنظُرُونَ إِلَّآ أَن تَأۡتِيَهُمُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ أَوۡ يَأۡتِيَ أَمۡرُ رَبِّكَۚ كَذَٰلِكَ فَعَلَ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡۚ وَمَا ظَلَمَهُمُ ٱللَّهُ وَلَٰكِن كَانُوٓاْ أَنفُسَهُمۡ يَظۡلِمُونَ ٣٣
16-33 دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې دوى ته ملايك راشي، یا ستا د رب حكم راشي، همدارنګه كار كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو او الله پر هغوى ظلم نه و كړى او لېكن هغوى پر خپلو ځانونو ظلم كاوه
تفسیر
انتظار نه کوي دا مشرکین دروغجن ګڼوونکي مګر د دې خبرې چې راشي دوی ته ملک الموت او د هغه ملګري د ملاېکو نه د دوی د ساه ګانو د اخیستلو او د دوی د مخونو او شاګانو دوهلو لپاره، او یا راشي دوی ته د الله تعالی حکم په بیخ کندۍ کولو د دوی سره په عذاب باندې په دنیا کې؟ د دې کار په شان کار چې د مکې مشرکانو په مکه کې کاوه د دوی نه مخکې مشرکینو هم کاوه نو الله تعالی هغوی هلاک کړل، او په دوې يې ظلم نه و کړی کله چې يې هلاکول، بلکې دوی په خپلو ځانونو باندې ظلم کاوه په وروستلو د هغوی ځایونو د هلاکت ته په الله تعالی باندې په کفر کولو سره.