سورت النحل، آیت 31

16:31

جَنَّٰتُ عَدۡنٖ يَدۡخُلُونَهَا تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُۖ لَهُمۡ فِيهَا مَا يَشَآءُونَۚ كَذَٰلِكَ يَجۡزِي ٱللَّهُ ٱلۡمُتَّقِينَ ٣١

16-31 چې د همېشه اوسېدلو جنتونه دي چې دوى به هغو ته داخلېږي، د هغو له لاندې ولې بهېږي، د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې هغه څه دي چې دوى يې غواړي، همدارنګه الله متقیانو ته بدله وركوي

تفسیر

جنتونه د اوسیدلو او د ارامتیا دي دوی به ورته ورننوځي، بهیږي به لاندې د ماڼیو او د ونو د هغو ویالې، دوی لره به په دې جنتونو کې هغه څه وي چې د دوی نفسونه يې غواړي د خوراکونو او څښاک او نورو شیانو څخه، او د دې بدلې په شان چې الله تعالی يې د محمد صلی الله علیه وسلم د امت څخه متقیانو ته ورکوي د پخوانیو امتونو متقیانو ته به هم ورکولی شي.