سورت المائدة، آیت 27

5:27

۞ وَٱتۡلُ عَلَيۡهِمۡ نَبَأَ ٱبۡنَيۡ ءَادَمَ بِٱلۡحَقِّ إِذۡ قَرَّبَا قُرۡبَانٗا فَتُقُبِّلَ مِنۡ أَحَدِهِمَا وَلَمۡ يُتَقَبَّلۡ مِنَ ٱلۡأٓخَرِ قَالَ لَأَقۡتُلَنَّكَۖ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ ٱللَّهُ مِنَ ٱلۡمُتَّقِينَ ٢٧

5-27 او دوى ته د ادم د دوه زامنو خبر په حقه سره ولوله، كله چې هغو دواړو قربانې وړاندې كړه، نو په هغوى كې له یو څخه قبوله شوه او له بل څخه قبوله نشوه، هغه وویل: زه به خامخا لازمًا تا ووژنم، هغه (ورته) وویل: بېشكه همدا خبره ده چې الله له پرهېزګارانو څخه (قربانې) قبلوي

تفسیر

او بیان کړه –ای پیغمبره- دې یهودي حسد کوونکو ظالمانو ته قصه او حال د هغو دوو زامنو د ادم –علیه السلام-، چې هغه قابیل او هابیل وو، په رښتیا سره چې هیڅ شک پکې نشته، کله چې دواړو وړاندې کړه قرباني چې هر یو پرې الله تعالی ته ځان نزدې کاوه، نو الله تعالی د هابیل قرباني قبول کړه؛ ځکه چې هغه د تقوا خاوند و، او د قابیل قرباني يې قبوله نه کړه؛ ځکه چې هغه د تقوا والا نه و، نو قابیل د هابیل د قربانۍ قبلیدل د حسد له وجې نه نا اشنا او بد وګڼل، او ويې ويل: زه خامخا تا وژنم ای هابیله! هابیل ورته وویل: بیشکه الله تعالی د هغه چا قرباني قبلوي چې د الله تعالی نه ویریږي په عملې کولو د هغه د اوامرو سره او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه.