سورت المائدة، آیت 26

5:26

قَالَ فَإِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَيۡهِمۡۛ أَرۡبَعِينَ سَنَةٗۛ يَتِيهُونَ فِي ٱلۡأَرۡضِۚ فَلَا تَأۡسَ عَلَى ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡفَٰسِقِينَ ٢٦

5-26 وویل (الله) پس بېشكه هغه (مقدسه ځمكه) په دوى باندې څلوېښت كاله بنده (ممنوعه) ده، چې دوى به په ځمكه كې حیران سرګردان ګرځي، نو ته په فاسق (نافرمانه) قوم باندې مه خفه كېږه

تفسیر

وویل الله تعالی خپل پیغمبر موسی –علیه السلام- ته: بیشکه الله تعالی حرام کړي ننوتل دې پاکې خاورې ته په بنی اسرایلو باندې د څلویښت کالو په اندازه، په دې موده کې به دوی په صحرا کې ورک وي حیران به وي لاره به نه شي موندلی، نو ته مه خپه کیږه –ای موسی- په هغه قوم باندې چې وتونکی وي د الله تعالی له تابعدارۍ څخه، ځکه هغوی ته چې کومه سزا رسیږي هغه د هغوی د ګناهونو په وجه ده.