لَئِنۢ بَسَطتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقۡتُلَنِي مَآ أَنَا۠ بِبَاسِطٖ يَدِيَ إِلَيۡكَ لِأَقۡتُلَكَۖ إِنِّيٓ أَخَافُ ٱللَّهَ رَبَّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٢٨
5-28 كه چېرې ته زما د وژلو لپاره خپل لاس را اوږد كړې (، نو) زه خپل لاس ستا د وژلو لپاره تا ته نه در اوږدوم، بېشكه زه له الله رب العلمین څخه وېرېږم
تفسیر
که چیرې تا ماته خپل لاس رااوږد کړ چې زما وژل غواړې نو زه ستا د کار په شان کار ستاسره نه کوم، او دا زما د بزدلۍ د وجې نه، بلکې زه ویریږم د الله تعالی څخه چې پالونکی د ټولو مخلوقاتو دی.