سورت البقرة، آیت 87

2:87

وَلَقَدۡ ءَاتَيۡنَا مُوسَى ٱلۡكِتَٰبَ وَقَفَّيۡنَا مِنۢ بَعۡدِهِۦ بِٱلرُّسُلِۖ وَءَاتَيۡنَا عِيسَى ٱبۡنَ مَرۡيَمَ ٱلۡبَيِّنَٰتِ وَأَيَّدۡنَٰهُ بِرُوحِ ٱلۡقُدُسِۗ أَفَكُلَّمَا جَآءَكُمۡ رَسُولُۢ بِمَا لَا تَهۡوَىٰٓ أَنفُسُكُمُ ٱسۡتَكۡبَرۡتُمۡ فَفَرِيقٗا كَذَّبۡتُمۡ وَفَرِيقٗا تَقۡتُلُونَ ٨٧

2-87 يقينًا يقينًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، او له هغه نه بعد مو پرله پسې رسولان لېږلي وو، او مونږه د مريمې زوى عيسٰى ته څرګندې نښې وركړې وې او مونږه هغه په پاك روح سره قوي كړى و، ايا نو كله چې به هم كوم رسول تاسو ته هغه (احكام) راوړل چې ستاسو نفسونو به نه خوښَوَل، تاسو به ډېره لويي وكړه؛ نو (د پېغمبرانو) يوه ډله مو دروغژنه وګڼله او بله ډله به تاسو وژله

تفسیر

او موسی ته مو تورات ورکړ او د هغه په پل مو ډېر رسولان ورپسې کړل او عیسی د مريم زوی ته مو څرګندې د هغه د رېښتينولۍ بيانوونکې نښانې ورکړې، لکه د مړو ژوندي کول، له موره پيداشوي ړانده جوړول او د پیس جوړول او هغه مو په جبرئيل - عليه السلام - پرېښتې سره پياوړی کړ، آيا ای بني اسرائيلو چې کله هم تاسو ته د الله له لوري کوم رسول راځي چې ستاسې د نفسي غوښتنو سره سم نه وي، د حق پر وړاندې لويي کوئ او د الله د رسولانو پر وړاندې لوړوالی ښايئ؛ نو له هغوی يوه ډله درواغجن بولئ او بله ډله وژنئ.