سورت البقرة، آیت 88

2:88

وَقَالُواْ قُلُوبُنَا غُلۡفُۢۚ بَل لَّعَنَهُمُ ٱللَّهُ بِكُفۡرِهِمۡ فَقَلِيلٗا مَّا يُؤۡمِنُونَ ٨٨

2-88دوى ويل: زمونږ زړونه پرده بَند دي، (داسې نه ده) بلكې د دوى د كفر په سبب الله پر دوى لعنت كړى دى، نو هغه (خلق) چې ايمان راوړي ډېر لږ دي

تفسیر

د محمد په نه پيروۍ کې د يهودو دليل دا و چې زموږ زړونه بند دي ته چې څه وايې هغه بيخي نه ورسيږي او نه پرې پوهيږي، خو حال داسې نه و لکه هغوی چې ګومان کوي، بلکې الله د هغوی د کفر له امله له خپلې لورېينې لېرې کړي و؛ نو دوی ایمان نه راوړي مګر په ډېر لږ له هغه څه چې الله نازل کړي دي.