درس 4 له 11
ایا پیغمبر محمد ﷺ قرآن لیکلی دی؟
لنډ ځواب
مسلمانان باور لري چې قرآن د الله کلام دی، نه د محمد ﷺ. پیغمبر ﷺ لوستل او لیکل نه شو کولای، او قرآن یې له جبرئیل فرښتې څخه ترلاسه کړ، چې په څلوېښت کلنۍ کې د مکې سره نږدې د حرا په غار کې پیل شو. قرآن وايي: «او دی له خپل خواهش نه خبرې نه کوي»، او هر هغه چا ته چې پرې شک لري ننګونه کوي چې د هغه په څېر حتی یو سورت راوړي.
د قبس لیکنه، چې د المختصر في تفسير القرآن الكريم، تفسیر ابن کثیر او د HadeethEnc.com تشریحات پر بنسټ کتل شوې ده.
له قرآن څخه
وَمَا كُنتَ تَتۡلُواْ مِن قَبۡلِهِۦ مِن كِتَٰبٖ وَلَا تَخُطُّهُۥ بِيَمِينِكَۖ إِذٗا لَّٱرۡتَابَ ٱلۡمُبۡطِلُونَ ﴿٤٨﴾
29-48 او له دې (قرآن) نه مخكې نه تا كوم كتاب لوسته او نه تا د غه په خپل ښي لاس سره لیكه، (كه ته داسې وى نو) په دغه وخت كې به باطل پرستو شك كاوه
د آیتونو تفسیر
او ای پېغمبره! له دې مخکې نه تا کوم کتاب لوستلو، او نه دې په ښي لاس څه لیکل؛ ځکه چې ته نالوستی وې، لوست او لیک دې نه کولو، او که چېرې تا لوست او لیک کولی نو هرومرو به نا پوهه خلک ستا د نبوت په اړه په شک کې پرېوتي وی، او دلیل به یې نیولی چې تا د پخوانیو کتابونو څخه لیکل کول.
مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمۡ وَمَا غَوَىٰ ﴿٢﴾ وَمَا يَنطِقُ عَنِ ٱلۡهَوَىٰٓ ﴿٣﴾ إِنۡ هُوَ إِلَّا وَحۡيٞ يُوحَىٰ ﴿٤﴾ عَلَّمَهُۥ شَدِيدُ ٱلۡقُوَىٰ ﴿٥﴾
53-2 ستاسو ملګرى نه ګمراه شوى دى او نه (په عقيده كې) بې لارې شوى دى 53-3 او دى له خپل خواهش نه خبرې نه كوي 53-4 نه دى دا (قرآن) مګر وحي چې (ده ته) وحي كول شي 53-5 ده ته (دا) د ډېرو سختو قوتونو والا (جبریل) ښودلى دى
د آیتونو تفسیر
محمد-صلی الله علیه وسلم- نه د حق د لارې څخه کوږ شوی او نه یې د حق خلاف کړی لیکن هغه د رشد[هدایت] خاوند دی.
او نه پر دغه قرآن د خپل هوس د پيروۍ له مخې خبرې کوي.
دغه قرآن نه دی مګر داسې وحي چې الله يې د جبرئيل له لارې وحي کوي.
هغه ته ځواکمنې پرېښتې ورښوولې ده چې هغه جبرئيل عليه السلام دی.
وَمَا كَانَ هَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانُ أَن يُفۡتَرَىٰ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَٰكِن تَصۡدِيقَ ٱلَّذِي بَيۡنَ يَدَيۡهِ وَتَفۡصِيلَ ٱلۡكِتَٰبِ لَا رَيۡبَ فِيهِ مِن رَّبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ﴿٣٧﴾ أَمۡ يَقُولُونَ ٱفۡتَرَىٰهُۖ قُلۡ فَأۡتُواْ بِسُورَةٖ مِّثۡلِهِۦ وَٱدۡعُواْ مَنِ ٱسۡتَطَعۡتُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ ﴿٣٨﴾
10-37 او دا قرآن هیڅكله هم داسې نه دى چې له الله نه غير دې په دروغو جوړ كړى شي او لېكن دا تصدیق دى د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې دي او د رب العلمین له جانبه د كتاب تفصیل دى چې هېڅ شك په كې نشته 10-38 ایا دوى وايي چې ده دا له ځانه جوړ كړى دى، ته (دوى ته) ووایه: نو تاسو یو وړوكى سورت د ده په مثل راوړئ او له الله نه پرته چې څوك كولى شئ راوبلئ، كه چېرې تاسو رښتینې یئ
د آیتونو تفسیر
دا سمه نه ده چې قرآن دې له ځانه جوړکړل شوی وي او له الله پرته بل چا ته دې منسوب کړل شي، ځکه خلک د هغه له نمونې راوړلو په ښکاره بې وسې شول، خو هغه رېښتينی ګڼونکی دی د هغو کتابونو چې ترې مخکې نازل شوي دي، د هغو حکمونو بيانوونکی دی په مخکېنيو کتابونو کې په لنډ ډول راغلي وو؛ نو په دې کې شک نشته چې هغه د مخلوقاتو د پالونکي پاک لوړ ذات له لوري نازل کړل شوی دی.
بلکې دغه مشرکان به وايي: محمد صلی الله عليه وسلم دغه قرآن له ځانه جوړ کړی دی او الله ته يې نسبت کړی دی، ای رسوله! هغوی ته په ځواب ورکولو ووايه: که چېرې ما له ځانه راوړی وي زه ستاسو غوندې يو انسان يم؛ نو تاسو هم د هغه غوندې يو سورت راوړئ او څوک چې د خپل ملاتړ لپاره را بللی شئ را ويې بولئ که چېرې تاسو په دغه دعوی کې رېښتيني واست چې قرآن درواغ له ځانه جوړکړل شوی دی، هيڅکله به د دغه توان ونلرئ، ستاسو توان نلرل حال دا چې د ژبې او فصاحت څښتنان ياست؛ دليل دی پر دې چې قرآن د الله له لوري نازل کړل شوی دی.
له سنت څخه
له ام المؤمنین عائشه رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: لومړی هغه څه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم - ته پرې له وحی پیل وشو؛ ریښتیني خوبونه وو نو هېڅ خوب به یې نه لیده مګر دا چې د روڼ سهار په څېر به واقع کېده، بیا یې ګوښه والي ته لیوالتیا پیدا شوه، نو د حراء په غار کې به د عبادت په موخه ګوښه کېده او د شمار شپې به یې عبادت کاوه مخکې لدې چې خپلې کورنۍ ته راشي، نو د دې کار لپاره به یې توښه برابروله، بیا به خدیجې ته راته او د هغې په څېر به یې توښه برابره کړه، تر دې چې حق (جبرائیل - علیه السلام-) ورته راغی، پداسې حال کې چې هغه د حرا په غار کې و، نو ملايکه ورته راغله او ورته یې وویل: « ولوله، هغه وویل: زه لوستونکی نه یم، وایې: زه یې راونیولم او زور یې راکړ تر دې چې ساه مې تنګه شوه، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: ولوله، ما وویل: زه لوستونکی نه یم، نو راویې نیولم، په دویم ځل یې زور راکړ تر دې چې ساه مې تنګه شوه، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: ولوله، ما وویل: زه لوستونکی نه یم، نو راویې نیولم، او د دریم ځل لپاره يې زور راکړ، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَق خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَق اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَم} [العلق:1-3] ، ژباړه: ولوله په نوم د رب خپل؛ هغه ذات چې پیدا کړی یې دی، پیدا کړی یې دی انسان له پنډې شوې وینې څخه، ولوله او ستا رب د عزت خاوند دی» نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې آیتونو سره خدیجې رضي الله عنها ته راغی پداسې حال کې چې زړه یې لړزېده، او ویې ویل: «زَمِّلُونِي، زَمِّلُونِي» یعنې په کالیو کې مې تاو کړئ، هغوی تاو کړ، تر دې چې وېره ترې لاړه، نو خدیجې ته یې کېسه وکړه او ویې ویل: «په رښتیا چې په خپل ځان ووېرېدم» خدیجې وویل: داسې نه ده، قسم په الله چې الله به دې هېڅکله ذلیل نه کړي، ځکه ته خپلوې پالي، د اړمنو لاسنیوی کوې، ګټوره سوداګري کوې او نورو سره مرسته کوې، میلمه پالې، او په حقه د اړمنو مرسته او ملاتړ کوې، نو خدیجې خپل د تره زوی ورقه بن نوفل بن اسد بن عبد العزا ته وروست چې نصراني و او د جاهلیت پر مهال نصراني شوی و، په عبراني ژبه يې ليکل کولی شو، او د انجيل نه به يې په عبراني ژبه ليکل کولی څومره چې الله تعالی وسه ورکړې وه، حال دا چې هغه یو عمر خوړلی انسان و او ړوند شوی و، نو خدیجې ورته وویل: اې د کاکا زويه، له خپل وراره څخه دې واوره، نو ورقه ورته وويل: وراره څه وینې، یعنې څه دې لیدلي دي؟ نو رسول صلی الله عليه وسلم پر هغه څه خبر کړ چې ليدلي يې و، ورقه ورته وويل: دا هغه ناموس (راز دار) دی چې الله تعالی پر موسی عليه السلام نازل کړی و، كاش زه هغه مهال ځوان وای (چې ستا ملاتړ او مرسته مې کړی وی)، کاش زه هغه مهال ژوندی واى چې قوم دې تا ( له وطنه ) وباسي، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «ايا هغوی به ما وباسي؟» هغه وويل: هو، هر چا چې ستا غوندې څه راوړي، له هغه سره دښمني شوی، که هغه ورځ زه وم نو ټينګه مرسته به دې کوم، بیا ورقه یو څه وخت ژوندی و، بیا مړ شو، او وحې د څه وخت لپاره بنده شوه.
تشریح
عائشه رضي الله عنها وایي چې لومړی هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پرې وحی پېل شوه؛ هغه ریښتیني خوبونه و چې په خوب کې به یې لیدل، نو هېڅ خوب به یې نه لېده مګر دا چې د روڼ سهار په څېر به رېښتیا کېدل، بیا ګوښه والي ته لیواله شو، چې د حرا په غار کې به ګوښه کېده، نو مخکې لدې چې خپلې کورنۍ ته راشي هلته به یې په شمار شپې عبادت کاوه، او د ځان سره به یې توښه وړله، بیا به ام المؤمنین خدیجې رضي الله عنها ته ورګرځیده نو د شپو د شمار په کچه به یې توخه وړله، تر دې چې حقه چاره ورته په داسې حال کې راغله چې دی د حراء په غار کې و. نو جبرائیل علیه السلام ورته راغی او ورته یې وویل: ولوله، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه لوستل نه شم کولی، فرمایي: راویې نیولم ځانته یې جوښت کړم او زور یې راکړ، تر دې چې زور او سختي راباندې راغله، بیا یې خوشې کړم او ویې ویل: ولوله: ما وویل: لوستل نه شم کولی، نو په دویم ځل یې زور راکړ تر دې چې سختي راباندې راغله بیا یې خوشي کړم راته یې وویل: ولوله، ما وویل: لوستل نه شم کولی، نو راویې نیولم او په دریم ځل یې زور راکړ راته یې وویل: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ. خَلَقَ الإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ. اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ} [العلق: 1-3]. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې آیتونو سره خپلې مېرمنې ام المؤمنین خدیجې رضي الله عنها ته په داسې حال کې ورغی چې زړه یې د مرګ له وېرې درزېده او ویې فرمایل: په جامو کې مې ونغاړئ، په جامو کې مې ونغاړئ، هغوی په جامو کې ونغاړه تر دې چې وېره ترې لاړه، نو خدیجې ته یې وویل، خبره یې کړه او ویې فرمایل: پر ځان له مرګ څخه ووېرېدم، نو خدیجې ورته وویل: داسې نه ده، قسم په الله چې الله به دې هېڅکله ذلیل نه کړي، ته هغه څوک یې چې خپلوي پالې، هغه کمزوري پالې چې خپلې چارې مخته وړلای نه شي، هغه فقیر ته خېر رسوې چې هېڅ نه لري، خلکو ته هغه څه ورکوې چې له نورو سره یې نه شي موندلای، میلمه پالې او د حق په چارو کې مرسته کوې. نو خدیجې ورقه بن نوفل بن اسد بن عبد العزی ته ورووست چې هغه یې د تره زوی و، دی هغه سړی و چې جاهلیت یې پرېښی و او نصراني شوی و، له انجیل څخه به یې په عبراني هغه څه لیکل چې الله یې وسه ورکړې وه، حال دا چې عمر خوړلی و او لید یې له لاسه ورکړی و، نو خدیجې ورته وویل: ای د کاکا زویه، له خپل وراره څخه دې واوره، ورقه ورته وویل: ای وراره، څه ګورې (څه دې لیدلي)؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه څه خبر کړ چې لیدلي یې وو، ورقه ورته وویل: دا جبرائیل دی، هغه چې الله پر موسی علیه السلام نازل کړی و، کاش زه دا مهال ځوان وای، کاش زه هغه مهال ژوندی یم چې قوم دې تا وباسي، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا هغوی به ما وباسي؟! هغه وویل: هو، هېچا ستا په څېر یو څه نه دي راوړي مګر دا چې زیانمن شوی او دښمني ورسره شوې ده، او که چېرته په هغه ورځ زه ژوندی وم، نو کلکه مرسته به دې وکړم. بیا یو څه وروسته ورقه مړ شو، او وحی د یو څه وخت لپاره وځنډیده.