سورت يونس، آیت 37

10:37

وَمَا كَانَ هَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانُ أَن يُفۡتَرَىٰ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَٰكِن تَصۡدِيقَ ٱلَّذِي بَيۡنَ يَدَيۡهِ وَتَفۡصِيلَ ٱلۡكِتَٰبِ لَا رَيۡبَ فِيهِ مِن رَّبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٣٧

10-37 او دا قرآن هیڅكله هم داسې نه دى چې له الله نه غير دې په دروغو جوړ كړى شي او لېكن دا تصدیق دى د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې دي او د رب العلمین له جانبه د كتاب تفصیل دى چې هېڅ شك په كې نشته

تفسیر

دا سمه نه ده چې قرآن دې له ځانه جوړکړل شوی وي او له الله پرته بل چا ته دې منسوب کړل شي، ځکه خلک د هغه له نمونې راوړلو په ښکاره بې وسې شول، خو هغه رېښتينی ګڼونکی دی د هغو کتابونو چې ترې مخکې نازل شوي دي، د هغو حکمونو بيانوونکی دی په مخکېنيو کتابونو کې په لنډ ډول راغلي وو؛ نو په دې کې شک نشته چې هغه د مخلوقاتو د پالونکي پاک لوړ ذات له لوري نازل کړل شوی دی.