۞ وَٱكۡتُبۡ لَنَا فِي هَٰذِهِ ٱلدُّنۡيَا حَسَنَةٗ وَفِي ٱلۡأٓخِرَةِ إِنَّا هُدۡنَآ إِلَيۡكَۚ قَالَ عَذَابِيٓ أُصِيبُ بِهِۦ مَنۡ أَشَآءُۖ وَرَحۡمَتِي وَسِعَتۡ كُلَّ شَيۡءٖۚ فَسَأَكۡتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ وَيُؤۡتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱلَّذِينَ هُم بِـَٔايَٰتِنَا يُؤۡمِنُونَ ١٥٦
7-156 او ته زمونږ لپاره په دې دنیا كې ښېګڼه ولیكه او په اخرت كې هم، بېشكه مونږه تا ته رجوع كړې ده، الله وویل: زه خپل عذاب رسوم چا ته چې وغواړم او زما رحمت هر شى راګېر كړى دى، نو ژر به زه ولیكم دا (رحمت) د هغو كسانو لپاره چې پرهېزګاره دي او زكات ادا كوي او هغه كسان چې هغوى زمونږ پر ایتونو ایمان لري
تفسیر
او ته مونږ وګرځوه د هغه چا نه چې تا ورته عزت ورکړی په دې ژوند کې په نعمتونو او سلامتیا سره او تا ورته د نیک عمل توفیق ورکړی، او ستا د هغو نیکانو بندګانو څخه چې تا ورته په اخرت کې جنت تیار کړی، بیشکه مونږ تاته توبه ایستلې، او تاته راګرځیدلي یو اقرار کوونکي یو په خپلې کمزورۍ او کوتاهۍ، الله تعالی وفرمایل: عذاب زما زه هغه چا ته ورکوم چې د بدبختۍ کارونه کوي، او رحمت زما شامل دی هر یو شي ته په دنیا کې؛ نو نشته هیڅ مخلوق مګر د الله تعالی رحمت ورته رسیدلی، او هغه یې په خپل فضل او مهربانۍ کې راګیر کړی، نو خامخا زه به خپل رحمت په اخرت کې هغه چا لره خاص کوم چې د الله تعالی څخه ویریږي په عملي کولو د حکمونو د هغه او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، او هغه کسان چې د خپلو مالونو زکاتونه مستحقو کسانو ته ورکوي، او هغه کسان چې زمونږ په آیتونو ایمان لري.