Wa nunazzilu minal-Qur'ani ma huwa shifa'

ژباړه: Pashto Translation - Abu Zakaria

وَنُنَزِّلُ مِنَ ٱلۡقُرۡءَانِ مَا هُوَ شِفَآءٞ وَرَحۡمَةٞ لِّلۡمُؤۡمِنِينَ وَلَا يَزِيدُ ٱلظَّٰلِمِينَ إِلَّا خَسَارٗا ٨٢

17-82 او مونږ قرآن نازلوو هغه چې د مومنانو لپاره شفا او رحمت دى او ظالمانو ته نه زیاتوي مګر تاوان

تفسیر

او نازلوو مونږ دقرآن کریم نه هغه چې شفا ده د زړونو لپاره د ناپوهۍ او کفر او شک نه، او هغه چې شفا ده لپاره د بدنونو کله چې پرې دم شي، او هغه چې رحمت دی لپاره د هغو مومنانو چې عمل پرې کوي، او نه زیاتوي دا قرآن کافرانو لره مګر هلاکت؛ ځکه چې د قرآن کریم اوریدل دوی په غصه کوي، او دوی لره تکذیب او مخ اړول نور هم زیاتوي.

ټول سورت الإسراء ولولئ

پوښتنې

Wa nunazzilu minal-Qur'ani ma huwa shifa' په قرآن کریم کې چېرته دی؟

Wa nunazzilu minal-Qur'ani ma huwa shifa' په سورت الإسراء، 17:82 کې دی.