Rabbana afrigh 'alayna sabra

ژباړه: Pashto Translation - Abu Zakaria

وَلَمَّا بَرَزُواْ لِجَالُوتَ وَجُنُودِهِۦ قَالُواْ رَبَّنَآ أَفۡرِغۡ عَلَيۡنَا صَبۡرٗا وَثَبِّتۡ أَقۡدَامَنَا وَٱنصُرۡنَا عَلَى ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡكَٰفِرِينَ ٢٥٠

2-250 او كله چې هغوى د جالوت او د هغه د لښكرو د مقابلې لپاره (میدان ته) راووتل، ويې ويل: اى زمونږه ربه! راخوشې كړه پر مونږ باندې صبر، او زمونږ قدمونه ټینګ (كلك) كړه، او د كافر قوم په مقابله كې زمونږ مدد وكړه

تفسیر

او هر کله چې هغوئ له جالوت سره د مخامخ کېدو لپاره ووتل الله تعالی ته یې دعا وکړه او ویې ویل: ای زمونږه ربه! زمونږ زړونو ته صبر را په برخه کړه او زمونږ قدمونه ټینګ کړه، ترڅو نه تېښته وکړو او نه د هغوی پر وړاندې ماته وخورو، او په خپل قوت او تایید سره مونږ پر کافر قوم برلاسي (کامیاب) کړه.

ټول سورت البقرة ولولئ

پوښتنې

Rabbana afrigh 'alayna sabra په قرآن کریم کې چېرته دی؟

Rabbana afrigh 'alayna sabra په سورت البقرة، 2:250 کې دی.