وَجَعَلَهَا كَلِمَةَۢ بَاقِيَةٗ فِي عَقِبِهِۦ لَعَلَّهُمۡ يَرۡجِعُونَ ٢٨
43-28 او هغه (ابراهیم) دغه ( د توحید كلمه) په خپل اولاد كې باقي پاتې كېدونكې وګرځوله، د دې لپاره چې راوګرځي
تفسیر
او ابراهيم د توحيد کلمه (لا اله الا الله) پاتې کېدونکې کلمه وګرځوله له هغه وروسته په خپل اولاد کې، نو د تل لپاره په هغوی کې داسې څوک وي چې الله يو وبولي او هيڅ ورسره نه شريکوي، په دې هيله چې هغوی به له شرک او ګناهونو الله ته په توبه اېستلو راوګرځي.