سورت الشورى، آیت 52

42:52

وَكَذَٰلِكَ أَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡكَ رُوحٗا مِّنۡ أَمۡرِنَاۚ مَا كُنتَ تَدۡرِي مَا ٱلۡكِتَٰبُ وَلَا ٱلۡإِيمَٰنُ وَلَٰكِن جَعَلۡنَٰهُ نُورٗا نَّهۡدِي بِهِۦ مَن نَّشَآءُ مِنۡ عِبَادِنَاۚ وَإِنَّكَ لَتَهۡدِيٓ إِلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٖ ٥٢

42-52 او همداسې مونږ په خپل امر سره تا ته د روح (قرآن) وحي راولېږله، ته نه پوهېدلى چې كتاب څه شى دى او نه (پوهېدى چې) ایمان (څه شى دى) او لېكن مونږ دغه (كتاب) رڼا ګرځولى دى چې په ده سره مونږ په خپلو بنده ګانو كې چې چا ته وغواړو هدایت وركوو او بېشكه یقینًا ته نېغې لارې ته ښوونه كوي

تفسیر

او ای رسوله! لکه څنګه مو چې له تا مخکې نبيانو ته وحي کړې، تاته مو له خپل لوري قرآن وحي کړ، له دې مخکې ته نه پوهېدې چې پر رسولانو نازل کړل شوي آسماني کتابونه څه دي، او نه پوهېدې چې ايمان څه دی؟ خو موږ دغه قرآن ړڼا کوونکی نازل کړ، له خپلو بندګانو چې چاته وغواړو لارښوونه پرې کوو، او بېشکه ته خلکو ته د نېغې لارې خوا ته لارښوونه کوې چې هغه د اسلام دين دی.