سورت الشورى، آیت 34

42:34

أَوۡ يُوبِقۡهُنَّ بِمَا كَسَبُواْ وَيَعۡفُ عَن كَثِيرٖ ٣٤

42-34 یا به دغه (بېړۍ) هلاكې (ډوبې) كړي، په سبب د هغو (ګناهونو) چې دغو (خلقو) كړي دي او (كه وغواړي) ډېر (ګناهونه) معاف كوي

تفسیر

او که چیرې هغه پاک ذات د هغه کښتيو تباهي وغواړي د تیزې سيلۍ په لېږلو سره، نو د خلکو د کړې ګناه له امله به يې تباه کړي، او د خپلو بندګانو له ډېری ګناهونو تېريږي چې هغوی ته پرې سزا نه ورکوي.