سورت الشورى، آیت 35

42:35

وَيَعۡلَمَ ٱلَّذِينَ يُجَٰدِلُونَ فِيٓ ءَايَٰتِنَا مَا لَهُم مِّن مَّحِيصٖ ٣٥

42-35 او چې هغه كسان پوه شي چې زمونږ په ایتونو كې جګړې كوي، چې د دوى لپاره د خلاصي هېڅ ځاى نشته

تفسیر

او د توندو سيليو په لېږلو سره د دغو کښتيو د تباهۍ پر مهال هغه خلک پوه شي چې زموږ په آیتونو کې د هغو د باطلولو لپاره جګړې کوي، چې هغوی لره له تباهۍ د تېښتې ځای نشته، نو يوازې الله به رابولي او له هغه پرته نور به پرېږدي.