ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ يُقَٰتِلُونَ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِۖ وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ يُقَٰتِلُونَ فِي سَبِيلِ ٱلطَّٰغُوتِ فَقَٰتِلُوٓاْ أَوۡلِيَآءَ ٱلشَّيۡطَٰنِۖ إِنَّ كَيۡدَ ٱلشَّيۡطَٰنِ كَانَ ضَعِيفًا ٧٦
4-76 هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى، هغوى د الله په لاره كې جنګ كوي او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، هغوى د طاغوت (شیطان) په لاره كې جنګ كوي، نو تاسو د شیطان له دوستانو سره جنګ كوئ، بېشكه د شیطان چل (او مكر) له همېشه ضعیف دى
تفسیر
ریښتونې مومنان جنګ کوي د الله تعالی په لار کې د هغه د کلمې د اوچتوالې لپاره، او کافران د خپلو معبودانو لپاره جنګ کوي، نو تاسو جنګ وکړئ د شیطان د مددګارانو سره، نو یقینا که تاسو د هغوی سره جنګ وکړئ نو تاسو به په هغوئ غالب شئ؛ ځکه چې د شیطان چل ول ډیر کمزوری دی په الله تعالی باندې توکل کوونکو ته هیڅ ضرر نشي رسولی.