سورت النساء، آیت 148

4:148

۞ لَّا يُحِبُّ ٱللَّهُ ٱلۡجَهۡرَ بِٱلسُّوٓءِ مِنَ ٱلۡقَوۡلِ إِلَّا مَن ظُلِمَۚ وَكَانَ ٱللَّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا ١٤٨

4-148الله د بدې خبرې ښكاره ویل نه خوښوي خو هغه كس چې ظلم پرې شوى وي (هغه معاف دى) او الله له همېشه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

تفسیر

الله تعالی نه خوښوي ښکاره ویل د بدې وینا، بلکه بده یې ګڼي او ویره پرې ورکوي، مګر که په چا باندې ظلم شوی وي نو جایز دي ورلره چې ښکاره وکړي بده وینا؛ لپاره د شکایت کولو د ظالم څخه او ښیرې کول هغه ته او بدله ورکول د هغه د وینا په شان، لیکن د مظلوم صبر کول ډیر غوره دي د ښکاره کولو د وینا څخه، او دی الله تعالی اوریدونکی ستاسو ویناګانو لره، پوهه دی ستاسو په نیتونو، نو ځان وساتئ له بدې وینا څخه او یا د قصد کولو د بدې وینا.