سورت النساء، آیت 147

4:147

مَّا يَفۡعَلُ ٱللَّهُ بِعَذَابِكُمۡ إِن شَكَرۡتُمۡ وَءَامَنتُمۡۚ وَكَانَ ٱللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمٗا ١٤٧

4-147 الله تاسو ته په عذاب دركولو څه كوي كه تاسو شكر وباسئ؟! او ایمان راوړئ او الله له همېشه شكر قبلوونكى، ښه پوه دى

تفسیر

هیڅ ضرورت نشته الله تعالی ته ستاسو په عذاب درکولو کې که چیرته تاسې د هغه شکر ادا کړئ او په هغه باندې ایمان ولرئ، نو هغه لوی ذات نیکي کوونکی مهرباني کوونکی دی، لیکن تاسو ته ستاسو په ګناهونو سزا درکوي، نو که خپل عمل مو برابر کړ، او د هغه په نعمتونو مو شکر وویسته، او په هغه مو ښکاره او پټ ایمان راوړ، نو هیڅ عذاب نه درکوي، او دی الله تعالی شکر قبلوونکی د هغه چا څخه چې د الله تعالی په نعمتونو اعتراف وکړي نو هغوی لره پرې ډیر ثواب ورکوي، پوهه دی په ایمان د خپل مخلوق، او خامخا وربه کړي هر یو ته بدله په خپل عمل.