وَلَن تَسۡتَطِيعُوٓاْ أَن تَعۡدِلُواْ بَيۡنَ ٱلنِّسَآءِ وَلَوۡ حَرَصۡتُمۡۖ فَلَا تَمِيلُواْ كُلَّ ٱلۡمَيۡلِ فَتَذَرُوهَا كَٱلۡمُعَلَّقَةِۚ وَإِن تُصۡلِحُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورٗا رَّحِيمٗا ١٢٩
4-129 او تاسو به كله هم (دا) وَس ونه لرئ چې د خپلو ښځو په مینځ كې (په هر لحاظ سره او د زړه په مينه کې) انصاف وكړئ اګر كه تاسو (د دې) حرص (هم) وكړئ، نو مه كږېږئ (یوې ته) پوره كږېدل، چې تاسو هغه (بله) پرېږدئ په شان د زوړندې كړى شوې او كه تاسو صلح وكړئ او پرهېزګاره شئ، نو بېشكه الله له همېشه ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
تفسیر
او هیچ چیرې تاسو نه شئ کولی -ای خاوندانو- چې پوره پوره عدل وکړئ د خپلو ښځو سره د زړه په کږیدلو کې، او اګر که تاسو په دې باندې حرص هم وکړئ؛ د هغو کارونو په وجه چې کیدای شي ستاسو د ارادې څخه بهر وي، نو بس تاسو مه کږیږئ په پوره کږیدلو سره د هغې ښځې څخه چې تاسو ورسره مینه نه لرئ نو بس تاسو يې پریږدئ د ځوړندې شوې ښځې په شان چې نه د خاوند والا وي چې حق ورله ادا کړي، او نه بې خاونده وي چې نکاح وکړي، او که چیرته تاسو سوله وکړئ په خپل منځ کې په داسې طریقه چې مجبور کړئ خپل ځانونه په هغه څه باندې چې نه يې غواړي د اداد کولو د حق د ښځې نه، او وویریږئ د ښځې باره کې د الله تعالی څخه، نو پس بیشکه الله تعالی دی بخښنه کوونکی رحم کوونکی.