سورت النساء، آیت 128

4:128

وَإِنِ ٱمۡرَأَةٌ خَافَتۡ مِنۢ بَعۡلِهَا نُشُوزًا أَوۡ إِعۡرَاضٗا فَلَا جُنَاحَ عَلَيۡهِمَآ أَن يُصۡلِحَا بَيۡنَهُمَا صُلۡحٗاۚ وَٱلصُّلۡحُ خَيۡرٞۗ وَأُحۡضِرَتِ ٱلۡأَنفُسُ ٱلشُّحَّۚ وَإِن تُحۡسِنُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِمَا تَعۡمَلُونَ خَبِيرٗا ١٢٨

4-128 او كه چېرې یوه ښځه له خپل خاوند نه د زیاتي، یا مخ اړونې اندېښنه ولري، نو په دې دواړو باندې هېڅ ګناه نشته چې په خپل مینځ كې په څه شان هم روغه وكړي، او روغه كول ډېر غوره دي او نفسونه شومتیا ته حاضر كړى شوي دي او كه تاسو نېكي وكړئ او پرهېزګاره شئ، نو یقینًا الله پر هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ؛ ښه خبردار دى

تفسیر

او که چیرته وویریږي یوه ښځه د خپل خاوند څخه په لویي کولو سره د هغې څخه او مینه او رغبت نه وي د هغې سره نو هیڅ ګناه نشته په دې دواړو چې د یو بل سره جوړه وکړي داسې چې ښځه د خپلو ځینو لازمي حقونو څخه تنازل وکړي لکه د نفقې او شپې تیرولو حقونه، او روغه جوړه دلته غوره ده دې دواړو لره د طلاق څخه، او یقینا پیداشوي دې نفسونه په حرص او بخل باندې، نو نه غواړي تنازل د خپلو حقونو څخه، نو پس مناسب دي دواړو ښځې او خاوند لره د دې خاصیت علاج کول په عادت کولو د خپلو نفسونو په بخښنې او نیکۍ کولو. او که چیرته تاسو په خپلو ټولو چارو کې نیکي او ښیګړه وکړئ، او د الله تعالی څخه وویریږئ په عملې کولو د هغه د اوامرو او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، نو پس بیشکه الله تعالی په هغو کارونو چې تاسو يې کوئ خبردار دی، هیڅ شی په هغه باندې پټ نشې پاتی کیدلی، او خامخا به درله پرې بدله درکړي.