سورت النساء، آیت 130

4:130

وَإِن يَتَفَرَّقَا يُغۡنِ ٱللَّهُ كُلّٗا مِّن سَعَتِهِۦۚ وَكَانَ ٱللَّهُ وَٰسِعًا حَكِيمٗا ١٣٠

4-130 او كه دواړه (ښځه او خاوند) له یو بل نه بېل شي (، نو) الله به هر یو په خپلې فراخۍ سره غني كاندي او الله له همېشه فراخۍ والا، ښه حكمت والا دى

تفسیر

او که مېړه او مېرمن د طلاق او خلعې له امله له يوبل بېل شي، الله به هر یو په خپله پراخه پېرزوينه غني او بې پروا کړي او الله د پراخه پېرزويينې او لورېينې څښتن دی او په تدبير او تقدير کې يې حکيم دی.