سورت النساء، آیت 127

4:127

وَيَسۡتَفۡتُونَكَ فِي ٱلنِّسَآءِۖ قُلِ ٱللَّهُ يُفۡتِيكُمۡ فِيهِنَّ وَمَا يُتۡلَىٰ عَلَيۡكُمۡ فِي ٱلۡكِتَٰبِ فِي يَتَٰمَى ٱلنِّسَآءِ ٱلَّٰتِي لَا تُؤۡتُونَهُنَّ مَا كُتِبَ لَهُنَّ وَتَرۡغَبُونَ أَن تَنكِحُوهُنَّ وَٱلۡمُسۡتَضۡعَفِينَ مِنَ ٱلۡوِلۡدَٰنِ وَأَن تَقُومُواْ لِلۡيَتَٰمَىٰ بِٱلۡقِسۡطِۚ وَمَا تَفۡعَلُواْ مِنۡ خَيۡرٖ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِهِۦ عَلِيمٗا ١٢٧

4-127 او (اى نبي!) دوى له تا نه د ښځو په باره كې تپوس كوي، ته ووایه: الله تاسو ته د هغوى په باره كې فتوا دركوي او هغه (حكم هم راغلی دی) چې تاسو ته په كتاب كې تلاوت كولى شي د هغو یتیمو ښځو په باره كې چې تاسو هغوى ته د هغوى لپاره مقرر شوى (مهر) نه وركوئ او له هغوى سره د نكاح كولو رغبت لرئ او د كمزورو ماشومانو په باره كې (هم همدا حکم دی) او (بل حکم دی) په دې باره كې چې تاسو د یتیمانو لپاره په انصاف سره قايم اوسئ او تاسو چې څه نېكي كوئ، بېشكه الله په هغې باندې ښه عالم دى

تفسیر

او پوښتنه کوي ستا څخه -ای پیغمبره- د مېرمنو او د هغوی د حقونو په اړه چې د هغوی لپاره دي او په هغوی چې کوم حقونه دي، ته ورته ووایه: الله تعالی بیانوي تاسو ته هغه څه چې تاسو يې پوښتنه کړې ده، او بیانوي تاسو ته هغه څه چې لوستلی کیږي په تاسو باندې په قران کریم کې، د هغه مېرمنو د یتیمانو په اړه چې ستاسو د تصرف لاندې دي، او تاسو ورته هغه مهر او یا میراث نه ورکوئ چې الله تعالی ورته مقرر کړي دي، او تاسو د هغوی په نکاح کولو کې رغبت هم نه لرئ، او بندوئ يې له نکاح څخه چې طمع کوونکي یاست د هغوی په مال کې، او بیانوي(الله) تاسو ته هغه چې په تاسو لازم دي په باره د کمزورو ماشومانو کې، د ورکولو د حق د هغوی له میراث څخه، او دا چې تاسو ظلم ونه کړئ په هغوی په تسلط کولو باندې د هغوی په مالونو، او بیانوي تاسو ته دا چې واجب دي ودریدل (څارنه کول) د یتیمانو په عدل سره په هغه طریقه چې مناسب وي د هغوی د حالاتو سره په دنیا او اخرت کې، او هغه چې کوئ تاسو د کوم خیر کار یتیمانو سره او نور چا سره نو پس بیشکه الله تعالی ښه پوهه دی په هغه باندې، او خامخا به درله په هغه بدلې درکړي.