إِنَّمَا جُعِلَ ٱلسَّبۡتُ عَلَى ٱلَّذِينَ ٱخۡتَلَفُواْ فِيهِۚ وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَحۡكُمُ بَيۡنَهُمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ فِيمَا كَانُواْ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَ ١٢٤
16-124 همدا خبره ده چې (ورځ د) خالي پر هغو كسانو مقرر شوې ده چې په دې كې يې اختلاف كړى و او بېشكه ستا رب به خامخا د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي په هغه څیز كې چې دوى به په هغه كې اختلاف كاوه
تفسیر
یقینا کیښودل شوی وو تعظیم د خالي (شنبي) د ورځي په فرضي ډول سره په هغو یهودیانو چې په دې کې یې اختلاف کړی و؛ د دې لپاره چې دوی په دې کې د خپلو کارونو څخه بندګۍ ته وزګار شي وروسته له دې چې دوی بې لارې شوي و د جمعې د ورځې نه هغه چې دوی ته پکې د وزګارتیا امر شوی و، او یقینا ستا رب -ای پیغمبره- خامخا فیصله به کوي د دې اختلاف کوونکو په منځ کې د قیامت په ورځ په هغه څه کې چې دوی پکې اختلاف کاوه، نو بدله به ورکړي هر چا ته د هغه مناسب.