ثُمَّ أَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡكَ أَنِ ٱتَّبِعۡ مِلَّةَ إِبۡرَٰهِيمَ حَنِيفٗاۖ وَمَا كَانَ مِنَ ٱلۡمُشۡرِكِينَ ١٢٣
16-123 بیا مونږ تا ته وحي وكړه چې د ابراهیم د ملت پیروي وكړه چې حنیف و او له مشركانو څخه نه و
تفسیر
بیا مونږ تا ته وحي وکړه -ای پیغمبره- چې تابعداري وکړه د دین د ابراهیم -علیه السلام- په توحید کې او په بې زارۍ کې د مشرکینو نه او په دعوت کې الله تعالی ته او په عمل کولو کې د هغه په شریعت باندې، داسې چې مایل وو د ټولو دینونو نه د اسلام دین ته، او هیڅکله د مشرکینو له ډلې څخه نه و لکه څرنګه چې مشرکین ګمان کوي، بلکې یواځې الله تعالی لره بندګي کوونکی و.