سورت النحل، آیت 122

16:122

وَءَاتَيۡنَٰهُ فِي ٱلدُّنۡيَا حَسَنَةٗۖ وَإِنَّهُۥ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ لَمِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ ١٢٢

16-122 او مونږ هغه ته په دنیا كې نېكي (او ښېګڼه) وركړې وه او بېشكه هغه په اخرت كې خامخا له صالحانو څخه دى

تفسیر

او ورکړې وه مونږ هغه لره په دنیا کې پیغمبري او ښایسته ستاینه او نیک بچي، او یقینا دې به په اخرت کې خامخا د کامیابانو څخه وي هغوی چې الله تعالی ورته په جنت کې لوړې درجې تیارې کړي دي.