سورت النحل، آیت 106

16:106

مَن كَفَرَ بِٱللَّهِ مِنۢ بَعۡدِ إِيمَٰنِهِۦٓ إِلَّا مَنۡ أُكۡرِهَ وَقَلۡبُهُۥ مُطۡمَئِنُّۢ بِٱلۡإِيمَٰنِ وَلَٰكِن مَّن شَرَحَ بِٱلۡكُفۡرِ صَدۡرٗا فَعَلَيۡهِمۡ غَضَبٞ مِّنَ ٱللَّهِ وَلَهُمۡ عَذَابٌ عَظِيمٞ ١٠٦

16-106 هغه څوك چې په الله سره كافر شو د خپل ایمان له راوړلو نه پس، غیر له هغه كس نه چې زور پرې وكړى شي، په دې حال كې چې د هغهٔ زړهٔ په ایمان سره مطمئن وي او لېكن هغه څوك چې په كفر سره خپله سینه فراخه كړي (له زړه نه پرې راي شي)، نو په دغو خلقو باندې د الله له جانبه غضب دى او د دوى لپاره ډېر لوى عذاب دى

تفسیر

چاچې کفر وکړو په الله تعالی باندې وروسته د ایمان نه مګر هغه څوک چې زور پرې وکړی شي په کفر باندې نو په ژبه د کفر کلمه ووایي او زړه ئې په ایمان باندې کلک وي او د هغه په حقیقت باندې یقین لري، لیکن چاچې سینه کولاو کړه کفر ته نو په ایمان باندې یې غوره کړ او په خپله رضا سره يې د کفر کلمه وویله نو دا کس د اسلام نه اوختونکی دی او په دوی باندې د الله تعالی غضب دی او دوی لره دردناک عذاب دی.