إِنَّمَا يَفۡتَرِي ٱلۡكَذِبَ ٱلَّذِينَ لَا يُؤۡمِنُونَ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِۖ وَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡكَٰذِبُونَ ١٠٥
16-105 خبره همدا ده چې دروغ هغه كسان تړي چې د الله په ایتونو باندې ایمان نه راوړي او همدغه خلق دروغجن دي
تفسیر
محمد صلی الله علیه وسلم دروغجن نه دی په هغه څه کې چې هغه پرې د خپل رب د طرفه راتګ کړی، یقینا دروغ خو هغه څوک جوړوي چې د الله تعالی ایتونه ریښتیا نه ګڼي؛ ځکه چې دوی د عذاب څخه نه ویریږي، او نه د ثواب امید لري، او همدغه کسان چې کافران دي هم دوی دروغجنان دي؛ ځکه چې دروغ د دوی هغه عادت دی چې دوی پرې عادت شوي دي.