ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمُ ٱسۡتَحَبُّواْ ٱلۡحَيَوٰةَ ٱلدُّنۡيَا عَلَى ٱلۡأٓخِرَةِ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلۡكَٰفِرِينَ ١٠٧
16-107 دا په سبب د دې چې بېشكه دوى دنيايي ژوند په اخرت باندې غوره كړى دى او دا چې بېشكه الله كافر قوم ته هدایت نه كوي
تفسیر
دا د اسلام نه اوختل په دې وجه دي چې دوی غوره کړې هغه بدله چې دوی ئې حاصلوي د دنیا د سازوسامان څخه د دوی په اخرت باندې د کفر د وجې نه، او یقینا الله تعالی کافرانو ته د ایمان راوړلو توفیق نه ورکوي، بلکې بې لارې کوي ئې.