سورت النحل، آیت 102

16:102

قُلۡ نَزَّلَهُۥ رُوحُ ٱلۡقُدُسِ مِن رَّبِّكَ بِٱلۡحَقِّ لِيُثَبِّتَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَهُدٗى وَبُشۡرَىٰ لِلۡمُسۡلِمِينَ ١٠٢

16-102 ته ووایه: هغه ستا د رب له جانبه په حقه سره روح القدس (جبریل) نازل كړى دى، د دې لپاره چې هغه كسان ثابت او ټینګ كړي چې ایمان يې راوړى دى او د مسلمانانو د هدایت او زېري لپاره

تفسیر

ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: راوړی دې قرآن لره جبریل علیه السلام د الله پاک له طرفه په ریښتیا سره داسې چې هیح خطایي، تبدیل او تحریف پکې نشته، د دې لپاره چې مضبوط کړي الله تعالی هغه کسان چې ایمان يې راوړی په الله تعالی په خپل ایمان باندې کله چې نوي څه رانازل شي، او یا ترې څه شی نسخه شي، او د دې لپاره چې لارښود شي د دوی لپاره د حق طرف ته، او زیری دی د مسلمانانو لپاره په هغو عزتمندو ثوابونو چې دوی به ئې حاصلوي.