وَإِذَا بَدَّلۡنَآ ءَايَةٗ مَّكَانَ ءَايَةٖ وَٱللَّهُ أَعۡلَمُ بِمَا يُنَزِّلُ قَالُوٓاْ إِنَّمَآ أَنتَ مُفۡتَرِۭۚ بَلۡ أَكۡثَرُهُمۡ لَا يَعۡلَمُونَ ١٠١
16-101 او كله چې مونږ یو ایت د بل ایت په ځاى كې تبديل كړو، او الله ښه پوه دى پر هغه څه چې هغه يې نازلوي، دوى وايي: خبره همدا ده چې ته دروغ تړونكى يې، بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي
تفسیر
او کله چې مونږ منسوخ کړو حکم د یو ایت د قرآن کریم د ایتونو څخه په بل ایت سره -او الله تعالی ښه پوهه دی په هغه څه چې نسخه کوي ئې د قرآن کریم نه د حکمت د وجې نه، او پوهه دی په هغه څه چې نه ئې نسخه کوي د قرآن کریم نه- وائې دوی: یقینا ته چې ئې -ای محمده- دروغ جوړوونکی ئې په الله تعالی باندې، بلکې ډیر د دوی څخه نه پوهیږي چې بیشکه دا نسخه چې ده دا د یو ستر الهي حکمت د وجې ده.