سورت القدر، آیت 1

97:1

إِنَّآ أَنزَلۡنَٰهُ فِي لَيۡلَةِ ٱلۡقَدۡرِ ١

97-1 بېشكه مونږ دا (قرآن) د قدر په شپه كې نازل كړى دى

تفسیر

پرته له شکه موږ په پيل کې ټول قرآن يوځای د دنيا اسمان ته پر نبي صلی الله عليه وسلم د رمضان له مياشتې څخه د قدر په شپه را نازل کړ.