كَلَّا لَا تُطِعۡهُ وَٱسۡجُدۡۤ وَٱقۡتَرِب۩ ١٩
96-19 داسې نه ده ته د ده خبره مه منه، او (الله ته) سجده كوه او (الله ته) ښه نژدې شه
تفسیر
امر داسې نه دی لکه دغه ظالم چې فکر کړی چې تاته به کوم زيان ورسوي، نو په امر او نهي کې يې پيروي مه کوه، او يوازې الله ته سجده کوه، او هغه ته په پيرويو نېږدې شه، ځکه دغه طاعات هغه ته څوک نېږدې کوي.