وَلۡيَحۡكُمۡ أَهۡلُ ٱلۡإِنجِيلِ بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فِيهِۚ وَمَن لَّمۡ يَحۡكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡفَٰسِقُونَ ٤٧
5-47 او لازم ده چې انجیل والا دې فیصله وكړي په هغه څه چې الله په دې (انجیل) كې نازل كړي دي (چې د قرآن او محمدﷺ تصدیق دى) او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق فاسقان دي
تفسیر
او ایمان دې راوړي نصارا په هغه څه چې رالیږلي وو الله تعالی په انجیل کې، او په هغه دې فیصلې وکړي -په هغه څه کې چې راتګ یې پرې کړی وو د ریښتیاوو نه؛ مخکې د رالیږلو د محمد صلی الله علیه وسلم نه دوی ته-، او چا چې فیصله ونکړه په هغه څه چې الله تعالی رالیږلی نو دغه کسان وتونکي دې د الله تعالی د تابعدارۍ څخه، پریښودونکي دي حق لره، کږیدونکي دي باطل طرف ته.